د لاس رسي وړ اتصالات

کابل - کندهار - هرات د لارې ترانسپورټي شرکتونو اعتصاب کړی


د ترانسپورټي شرکتونو خاوندان وایي چې په دې لار تقریبآ ټول پلونه نړیدلي دي
د ترانسپورټي شرکتونو خاوندان وایي چې په دې لار تقریبآ ټول پلونه نړیدلي دي

د کابل – کندهار -هرات د لویې لارې د ترانسپورټي شرکتونوخاوندان وایي، چې له دوی څخه پر دغه لویه لار د پرتو امنیتي پوسو د منسوبنوله خوا په غیرقانوني توګه د پیسو د اخیستلو او د قانوني ادارو پرځای د ځینو ولایتي ادارو د مداخلو سربیره یو لړ نورې ستونزې هم شته چې دوی یې د پنجشنبې له ورځې اعتصاب ته اړ کړي دي.

احمدشاه ابدالي ترانسپورټ رئیس حاجي احمدالله نن د جمعې په ورځ د امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل، تر هغې چې افغان حکومت ورته دا ستونزې هوارې نه کړي په دغه لار د مسافرو د لیږد رالیږد څخه به ډډه وکړي.

ښاغلي حاجي احمدالله وویل " ټولو مسافر وړونکو شرکتونو چې شمیر یې ۴۴ ته رسیږي د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې د خپلو شرکتونو دروازې تړلي دي".

احمدشاه ابدالي ترانسپورټ رئیس وایي، چې دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې په ولایتونو کې د ترانسپورټي شرکتونو د چلوونکو پلټنه وشي، په لویه لاره کې د افغان امنیتي ځواکونو د پوستو له خوا د موټرچلوونکو څخه په غیرقانوني توګه د پیسو اخیستل بند شي اود لویې لارې د بیا رغوني لپاره عملي کار پیل شي.

ښاغلی حاجي احمدالله وایي، چې د لارې د خرابیدو او ویجاړتیا له امله نه یوازې دا چې ترانسپورټي شرکتونه د تاوان سره مخ دي، بلکې د لارو ویجارتیا د ترافیکي پیښو سبب هم ګرځي.

ښاغلي حاجي احمدالله وویل " تر هغې به اعتصاب ته دوام ورکوو چې جمهوررئیس سره مو نه وي لیدلي او هغه ډاډ نه وي راکړی".

په کندهار کې هم د څو ترانسپورټي شرکتونو خاوندانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی د تیرې ورځې راهیسې اعتصاب پیل کړی دی.

د یو اټکل له مخې هره ورځ د کابل – کندهار -هرات په لویه لار تر سلو پورې د مسافرو بسونه تګ راتګ کوي.

یو شمیر امنیتي چارواکي دا ګڼي چې د موټرچلوونکو له خوا د نشه یې توکو کاراخیستل هم د افغانستان په لویو لارو د ترافیکي پیښو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.

احمدشاه ابدالي ترانسپورټ رئیس وایي، په پلټنو کې دې په مربوطه ولایتونو کې د موټرچلوونکو له خوا د نشه یې توکو د کاروالو مسله هم وڅیړل شي.

همدا تیره اونۍ د هرات –کندهار او د تخار- بدخشان په لویو لارو په دوه جلا ترافیکي پیښو کې ۲۲ تنه مړه او ۵۴ نور ژوبل شوي دي.

که څه هم چې د بسونو دخاوندانو له خوا د کابل – کندهار -هرات په لویه لاره اعتصاب روان دی، خو په دغه لویه لاره کوچني موټر لا هم د مسافرو لیږد ته دوام ورکوي.

تیره اونۍ د افغانستان باروړونکو شرکتونو خاوندانو هم د ورته ستونزو له امله اعتصاب کړی وو، چې د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په غوښتنه پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG