د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار- کابل لار له شپږ ساعتو بندیدلو وروسته بیرته پرانیستل شوې


د زابل د ولایت د دفتر له خوا په دغه خپور شوي عکس کې کلات سره نږدې په سلګونو موتړ ولاړ لیدل کیږي.
د زابل د ولایت د دفتر له خوا په دغه خپور شوي عکس کې کلات سره نږدې په سلګونو موتړ ولاړ لیدل کیږي.

نن د سهار له پيل راهیسې وسله والو طالبانو د زابل مرکز کلات ته نږدې د ترنک په سیمه کې د کابل – کندهار لویه لار د شپږ ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه .

د زابل والي بسم الله افغانمل امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې افغان ځواکونو تر نظامي عملیاتو وروسته نن یوه نیمه بجه دا لار بیرته د ترافیکو پر مخه پرانیستله.

د کابل – کندهار د لارې د بندیدو له امله په سل ګونو مسافرو او بار وړونکو لاریو ډرائیورانو د سړک یوې او بلي خواته په ساعتونو ، ساعتونو په دښتو کې د لارې خلاصیدوته انتظار وویست.

د کابل – کندهار لویه لار پایتخت د هرات او کندهار په شمول له۱۴ جنوبي ، مرکزي ، جنوب لویدیځ او لویدیځ ولایتونو سره نښلوي .

د دې لارې لویه برخه چي تر ۲۸۰ کیلو میتره هم زیاتیږي د زابل ولایت له حدودو څخه تیریږي .

نن د سهار له پيل راهیسې وسله والو طالبانو د زابل مرکز کلات ته نږدې د ترنک په سیمه کې دا لار د شپږو ساعتونو لپارهد ترافیکو پرمخ تړلې وه .

خو د زابل والي بسم الله افغانمل پدې اړه وايي چې دوی خپل ټول ولایتي امکانات پدې اړه په کار اچولي او نورو د امکاناتو په اړه يې له مرکزي حکومت څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغې لارې د پرانیستلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دمخه د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي وو، چې د زابل په ولایت کې یې د هلمند او ارزګان ولایتونو ته له کابل څخه د اکمالاتو د استولو مخه نیولې ده.

طالبانو په دغه بیان کې ویلي چې له کابل څخه هلمند او ارزګان ته په لاره په دغه اکمالاتي کاروان کې هررازوسلې اوجګړه ییز توکې بار وو، چې طالب وسله والو یېدزابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ د موسی خیلو، خوازو اود شهرصفا د رباط هزارتک کې ورباندې بریدونه کړي د پولیسو اوه رنجر موټر یې تخریب کړي او په دغو موټرو کې سپاره یې وژلي دي.

خو د زابل ولایتي چارواکو د طالبانو دا ادعا تائید نه کړه.

د تیرې یوې میاشتې راهیسې د هلمند، ارزګان په ولایتونو کې جګړې روانې دي خو ددې اونۍ په نیمایي کې وسله والو طالبانو د فراه په ولایت کې جګړې پیل کړي دي.

خو د هلمند په ولایت کې د تازه نا امنیو وروسته امنیتي مقاماتو پدې ولایت کې د پراخو پوځي عملیاتو د پيل لپاره د چمتوالي خبر ور کړی دی .

هلمند ته د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لېږل شوی غړی جبار قهرمان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پدغه ولایت کې یو ستر نظامي قوت سره راغونډ شوی او نور به هیڅ یوه سیمه سقوط ونکړي.

ښاغلي قهرمان وویل "اوس ټول قوتونه تر یوه واحد ږغ لاندې رهبري کیږي نور به هلمند کې د سیمو خوشې کیدل نه وي ممکن مخکې په موقتې ډول یو څه د اړتیا له مخې شوي وي خو زه پر مخالفینو ږغ کوم چې که له جګړې لاس وانخلي او که نه د یوه قوي طاقت په ذریعه به سخت وځپل شي او له ماتې سره به مخ شي" .

په هلمند کې د تازه نا امنیو په ترځ کې د لښکرګاه ښار په دوهم او دریمه امنیتي حوزه کې له تیرو دریو اونیو راهیسې نښتې دوام لري ، د خانشین ولسوالۍ په بشپړه ډول او د ګرمسیر ولسوالۍ مرکزي برخو سقوط کړی دی.

همداشان د هلمند ولایت په ګاونډ کې دوو نوروپرتوولایتونو فراه او ارزګان کې هم د ناامنیو لمن د ولایتونو ترمرکزي برخو پورې رسیدلې ده، د کندهار په شمالي ولسوالیو او زابل کې د کابل – کندهارلويې لارې ته پېښ امنیتي ګواښونو له عامو خلګو سره اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته ووی، چې د فراه په ولایت کې چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز د نیولو لپاره درې ورځې وړاندې کوم عملیات پیل کړې وو، د افغان ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي او اوس د دغهولایت امنیت ته کوم ستر ګواښ موجود نه دی.

همداشان د دفاع وزارت دغه چارواکي وویل، چې په اوس وخت کې د افغانستان هیڅ کوم ولایت د مخالفانو له خوا د سقوط له ګواښ سره مخ نه دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG