د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې وسله والو د تعمیراتي شرکت ٩ تنه وتښتول


کابل کې وسله والو د تعمیراتي شرکت ٩ تنه وتښتول

کابل کې وسله والو د تعمیراتي شرکت ٩ تنه وتښتول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ټوپک والاو د پایتخت کابل په ختیځ کې په یوې تعمیراتي کمپنۍ برید وکړ یو تن یې زخمی کړ او نهه تنه امنیتي ساتونکي یې برمته کړل.

د کورنیو چارو د وزارت په هغه خبرلیک کې چې د سه شنبی په ورځ خپور شو ویل شويدي چې نامعلومو سرتیرو د دوشنبې په ورځ په سروبي کې چې له کابل نه دیرش کیلومتره ختیځ لورې ته پروت دی، نهه تنه برمته کړل.

دا برید په داسې وخت کې وشو چې یو ه بل سړي چې گمان کيږي د افغانستان د سرحدي پولیسو غړی به وي پرون د امرېکا شپږ تنه عسکر یې د روزنی په یوه مرکز کې ووژل. دغه مرکز په شمال ختیځه برخه کې د پاکستان سرحد ته نږدې پروت دی.

د امریکا هغه چارواکي چې د نوم له ښودلو نه یې انکار وکړ دا خبره تصدیق کړه چې د ناټو هغه شپږ تنه عسکر چې په دې پېښه کې وژل شوي وو هغه امریکایان ول.

همدارنگه د ناټو په یوه بیانیه کې ویل شويدي چې یوه ټوپک والا چې د افغان پولیسو یونیفور یې اغوستی و د ناټو د روزنې پر ماموریت یې ډزې پیل کړلی.

په بیانیه کې ویل شويدي چې دغه برید کوونکی په خپله هم په همدغه برید کې ووژل شو. خوناټو ددغه برید کوونکی هویت ندی تصدیق کړی مگر وايي چې د ایساف او افغان قواو یو مشتر ک هیئت ددغې پیښې تحقیقات کوي.

نــــور تـــــفصېـــــل :

له بل پلوه د مرگ ژوبلی په نورو پیښو کې ناټو وايي چې افغان او د ناټو مشترکې گزمې د کونړ په ولایت کې په څو مختلفو نښتو کې څو تنه یاغیان ووژل.

ناټو وايي چې دغې مشترکې قوې د توپونو د استعمال لپاره غوښتنه کړې وه او ابتدايي رپوټونه څرگندوي چې تقریبا شل تنه یاغیان به وژل شوي وي.

همدارنگه د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې دوه ماشومان هغه وخت ووژل شول او یو زخمي شو چې د یوه بم چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG