د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پوځي روغتون لوړپوړي مقامات په حبس محکوم شول


د سردار محمد داود خان په روغتون باندې په برید کې ۴٩ کسان وژل شوي او ٦٣ تنه ټپیان شوي وو
د سردار محمد داود خان په روغتون باندې په برید کې ۴٩ کسان وژل شوي او ٦٣ تنه ټپیان شوي وو

د سردار محمد داود خان د پوځي روغتون او صحیه ریاست څو مقامات په دې روغتون باندې د داعش د برید په ارتباط د " وظیفوي غفلت" په تور په یو کال حبس محکوم شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې عسکري ابتدائیه مرکزي محکمې د ستر درستیز د صحیه قوماندان تورنجنرال عبدالرزاق سیاوش او د اردو د صحیه قوماندانۍ د ارکان حرب رئیس بریدجنرال عبدالسلام نجرابي، هر یو په یو یو کال حبس محکوم کړي دي چې ددې اعلامیې په بنسټ کولای شي د خپل حبس موده په وظیفه کې تیره کړي.

د داعش د ډلې پورې مربوطو وسله والو د تیر کال د حوت په میاشت کې د سردار محمد داود خان پر روغتون باندې حمله وکړه چې د ملي دفاع وزارت په وینا په کې ۴٩ کسان ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې ډاکتران، نرسان، د روغتون کارکوونکي او ناروغان شامل وو او په پیښه کې ٦۳ تنه نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د طبي علومو د اکاډمۍ د قوماندان برید جنرال سید عباس منگل، باندې د الزام لپاره د دلیلونو د نه موجودیت په وجه هغه بری‌الزمه وپیژندل شو.

همداشان قوماندان بریدجنرال عبدالکبار، د ارکان رئیس ډگرمن صلاح الدین، د طبي حمایې د قوماندانۍ مرستیال ډگروال رسول محمد، د صحیه قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدیر ډگروال میر احمد مدیر او د طبي علومو د اکاډمۍ د استخباراتو مدیر ډگروال ظفر خان د وظیفوي غفلت په تور هر یو په دوو کلونو تنفیذي حبس محکوم شوي دي.

په همدې توگه یو منصبدار، یو بریدمل او د روغتون یو بل توظیف شوی سرتیری په قطعه کې له یو نه تر یو نیم کال حبس باندې محکوم شوي دي.

خو دغه حکمونه ابتدایي محکمې کړي او د ملي دفاع د وزارت د خبرپاڼه په اساس د عسکري جزا د قانون له مخې ټول محکومین د استیناف غوښتنې حق لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د مکافاتو او مجازاتو د اصل رعایت کولو ته ژمن دي او دا کار د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG