د لاس رسي وړ اتصالات

لودین: د فساد خلاف به ټینګه مبارزه کوم


لودین: د فساد خلاف به ټینګه مبارزه کوم
لودین: د فساد خلاف به ټینګه مبارزه کوم

له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د عالي ادارې نوی مشر وايي چې دی به هم ددې اداري د پخواني مشر په څېر د اداري فساد سره د مبارزې کړنلار تعقیبوي او له اړوندو ادارو سره به په دې لاره کې ښه همغږي رامنځته کړي.

ددې ادارې نوی مشر عزیز الله لودین چې پخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وو د ادارې غړو ته د معرفۍ په غونډه کې ټينګار درلود چې له فساد سره به ټينګه مبارزه کوي او د جمهور رئیس کرزي او د هغه د مرستیالانو قوي ملاتړ ورسره دی.

لودین وویل دی به له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د ادارې په تشکیلاتو کې بدلونونه راولي او داسې مجرب او با تعهده کارکوونکي به وګماري چې د اداري فساد ژمنو ته به ژمن وي.

عزیز الله لودین وویل چې له لوی څارنوالۍ سره کار کوي تر دې چې په اداري فساد ککړ چې د دوی له خوا به ورته معرفي کیږي تر پوره نظارت لاندې ولري، هغه دا ډول په ادارو کې اصلاحات د فساد د جرړولو د وېستلو مهم لامل وباله وې ویل چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون هم ورسره په کار رغنده رول لري.

له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د ادارې پخواني مشر محمد یاسین عثماني بیا په خپلو خبرو کې وویل چې اوس تر پخوا ددې ادارې اړېکې له مرستندویانو سره ښې شوي او دا اداره پراخ تشکیلات لري، هغه غټه لاسته راوړنه د لایحو او قوانیو جوړول وبلل.

عزیز الله لودین د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو په مهال د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر وو چې کمیسیون یې په ټاکنو کې د یو لړ درغلیو تر اتهاماتو لاندې وو.

د افغان چارواکو په خپله ویناء افغانستان په اداري فساد کې پوخ ډوب دی او ترې وتل زیات زیار ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG