د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د لومړني ورزشي پارک د جوړولو کار پیل شو


کابل کې د لومړني ورزشي پارک د جوړولو کار پیل شو

کابل کې د لومړني ورزشي پارک د جوړولو کار پیل شو

دا پارک د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې جوړیږي.

د احمد شاه بابا په مینه کې دغه پارک چې په څلور جریبه ځمکه کې د دریو میاشتو په اوږدو کې جوړیږي د فوټبال د میدان ترڅنګ د والیبال، باسکټبال،د منډې ځای او شنه سیمه پکې په پام کې نیول شوې.

دغه پارک په کابل کې د امریکا د سفارت په مالي ملاتړ جوړیږي.

د امریکا د سفارت د عامه اړیکو او ډیپلوماسۍ د چارو مشر ډیویډ اینسور د دغه پارک د بنسټ د ایښودنې پر مهال وویل چې د امریکا لخوا ددغه راز پارکونو جوړولو لړۍ روانه ده او په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په مرسته په نورو سیمو کې هم پارکونه ورغوي.

د امریکا د سفارت چارواکي وايي چې ددغه پارک په جوړولو نږدې پنځه سوه زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې له جوړیدو سره به یې د سیمې خلکو او په تیره ځوانانو لپاره د بوختیا لپاره ګټور تمام شي.

ځوانان هم لیواله دي چې ورته پاملرنه شوې او په سیمه کې پارک جوړیږي خو غوښتنه کوي چې باید په دولسمه ناحیه ورته د کرکټ یو میدان هم جوړ کړای شي.

XS
SM
MD
LG