د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې غونډه نن په لانجه تمامه شوه


د ولسي جرګې غونډه نن په لانجه تمامه شوه
د ولسي جرګې غونډه نن په لانجه تمامه شوه

د ولسي جرګې د نن ورځې غونډه پرته له پایلو او د شخړو او خوابدیو په لرلو سره له غرمې مخکې پای ته ورسېده او ددې جرګې د مشر د ټاکلو موضوع لا هم اواره شوې نده او د پارلمان استازي پکې پاتې راغلي دي.

له غرمې مخکې د ریاست د موضوع د اواري د کمیسیون مشر حاجي محقق چې په پارلمان کې د کابل استازی دی، په عمومي غونډه کې خبرې کولې او درې وړاندیزونه یې وکړل. دا چې په داخلي اصولو کې دې تعدیل را وستل شي، یا د اساسي قانون د څار کمیسیون ته دې موضوع معرفي شي او یا دې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو پرته د نورو قومونو نه د پارلمان ریاست ته مشترک کاندید د رایو لپاره و پېژندل شي، د پارلمان ناستې ته وړاندې کړل، چې د پارلمان د غړو له تودو او توندو بحثونو سره مل شول.

په ولسي جرګې کې د پارلمان غړې نسیمه نیازۍ د محقق د خبرو په مهال له هغه وغوښتل چې خبرې دې لنډې کوي، خو محقق بیا نسیمه نیازۍ خطاب کړه که پوهیږي نو د مسئلې اوارې دې ووايي.

د محقق ددې خبرو په غبرګون کې نسیمه نیازۍ هغه ګرم کړ چې قوم یې د کورنيو جګړو په مهال په خلکو میخونه ټک وهل. له دې سره د پارلمان نه هزاره استازي د اعتراض په ډول ووتل او ان د بوتلو په ویشتلو یې هم مسئله لاپسې سخته کړه.

له دې سره پارلمان له غرمې وروسته غونډه نه لرله ولې د ریاست د موضوع کمیسیون تر ناوخته په خپلو کې جلسې درلودې، د پارلمان غړي خالد پښتون اشنا تلویزیون ته وویل چې کمیسیون د مسئلې اواري ته ګرځي او هڅه کوي چې ژر او یا سبا ورته اواری پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG