د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل چارواکي د روغې جوړې روانې هڅې ارزوي


د کابل چارواکي د روغې جوړې روانې هڅې ارزوي
د کابل چارواکي د روغې جوړې روانې هڅې ارزوي

افغان دولت وایی د وسله والو مخالفو ځواکونو سره باید یوازې د توپک په ژبه خبرې ونه شي او د سولې دروازې باید د ټولو مخالفینو پر مخ پرانستي وساتي.

د جمهور رییس دوهم مرستیال د سولی د ټینګېدو لپاره د اقتصادی َانکشافی او خدماتی پروژو پلی کول اړین بولی. ددوی له انده د داسی پروژو پلی کول به افغان دولت لپاره سولی ته د رسیدو لاره لنډه کړي.

د جمهور رییس حامد کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلی چی د سولی د عالی شورا د هڅو او کړنو د ارزونی لپاره په دایر شوی کنفرانس کی یی خبری کولی وایی دولت په دی اند دی چی د وسله والو مخالفو ځواکونو سره یوازې د ټوپک په ژبه خبری کول به دوی د خپل اصلی موخی نه چی سولی ته رسیدل دی لیری کړی.

خلیلی د سولی پّه لار کی د سولی د عالی شورا کړنی ستایی او وایی باید د هغو کسانو سره چی د مجبوری او نورو بیلابیلو دلایلو له رویه یی لاس وسلی ته وړی او د مخالفو ځواکونو سره یو ځای شوی دی د زور او ټوک په ژبه خبری ونه شی ځکه د خلیلی له انده دیری دا شمیر کسان غولیدلی یا هم په تهدید سره وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوی دی .

د جمهور رییس دوهم مرستیال همدارنګه د افتصادی َ فرهنګی او ټولنیزو پروژو په پلی کیدل سولی ته د رسیدو د لاری لنډون ګنی او وایی خلکو ته او حتا مخالفینو ته د رفاهی خدمتونو له لاری کولای شی ژر سولی ته ورسیږی. ځکه په تولنه کی بیوزلی َ،بیروزګاری او د سواد تیته کچه کولای شی خلک دیر ژر له دولت نه زړه تورن کړی او د مخالفینو لومی ته یی ورواچوی .نو له دی امله یی د تولو وزارتونو او دولتی چارواکو نه وغوښتل چی خپل پروګرامونه دی د سولی د هڅو سره همغږی کړی

خو خلیلی سولی ته د رسیدو په لار کی دا هم نه منی چی د هیواد والو او په تیره بیا د ښځو بشری حقونه دی تر پښو لاندی شی .

د سولی د عالی شورا مشر برهان الدین ربانی وایی دی شورا د سولی د تینګیدا په لار کی کور دننه او له هیواده بهر سفرونه کړی او د اسلامی هیوادونو د کنفرانس په وړاندیز یی نننی کنفرانس جوړ کړ تر څو ددی شورا کړنی او چاری وڅارل شي.

د رباني په وینا د سولی عالی شورا د خلکو ، دینی علماو ، امنیتی بنستونو او تولو هیواد والو پراخ ملاتړ ته اړ دی ، ځکه نن سبا جګړه په افغانستان کی قانونی ،دینی او انسانی جواز نلری.

په دی کنفرانس کی د افغانستان د بیلابیلاو ولایاتو والیانو، د ښځوا ستازو، د ملګرو ملتونو سازمان او په کور دننه د بهرنیو هیوادونو سفیرانو هم ګدون کړی دی . د امریکی سفیر کارل ایکنبیری ننی وخت د مخالفینو لپاره ښه فرصت ګنی چی تری ګته واخلی او د سولی له بهیر سره یو ځای شي.

خو دیر ی ښنونکی د سولی د عالی شورا کړنی ناکامه بولی او وایی ددی کنفرانس دایرول د افغان دولت بله هڅه ده چی غواړی د خلکو ذهنونه بلی خوا ته واړوی

نړیوالی تولنی د افغانستان د سولی د بهیر لپاره زیاتی مالی مرستی هم کړی دی له دی شمیر نه یواځی ۵۰ ملیونه دالره د امریکی متحده ایالاتو له خوا دی شورا ته ورکړ شوی دی

ویل کیږی تر دی دمه د نړیوالی ټولنی د ژمنو شویو پیسو ۸۰ په سلو کی د سولی عالی شورا ته په لاس ورغلی دی .

XS
SM
MD
LG