د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښاروالي یو میلیون نیالګي کري


د کابل ښاروالي یو میلیون نیالګي کري
د کابل ښاروالي یو میلیون نیالګي کري

د کابل ښاروال وايي چې د سږ کال په پسرلي کې په پام کې لري چې تر یو ملیون نیالګي د کابل ښار او شاوخوا سیمو کې وکري او پدې توګه د کابل ښار چاپیریال شین کړي او د ککړتیا مخنیوی وکړي.

نن د کابل د ښاروالۍ چارواکو او په افغانستان کې د امریکا ملکي او نظامي استازو د وزیر اکبر خان په غونډۍ څو نیالګي د هغه حشر په پیل کې کېښودل چې په پام کې ده پدې پسرلي کې دوام ولري.

ددغه حشر لپاره د نیالګیو مرسته تر ډېره د امریکا پرمختیايي ادارې يو ایس ای ډي او د ایساف ځواکونو کړې ده.

دم ګړۍ یو ایس ډي او ایساف پنځه اویا زره نیالګیو له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړه او ژمنې وشوې چې ښايي دا مرستې به له کابل ښاروالۍ او په نورو ولایتونو کې هم وشي.

په افغانستان کې د ایساف او ائتلاف عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټریوس وویل چې پنځلس زره د نیالګيو مرسته یې کړې ده او ژمنه کوي چې اووه تفریحي پارکونه چې ښه شنه به وي هم په کابل ښار کې جوړ کړي.

بل لور ته د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وايي د کابل د شنه والي لپاره ګڼ پلانونه لري او د کابل ابتکار په نوم د یو سلو شل ملیونه ډالري پروګرام یې طرحه کړی دی.

محمد یونس نواندېش، د کابل ښاروال: "د کابل د ابتکار په پروګرام کې مونږ اووه پارکه په نظر کې نیولي دی چې جوړ شي چې دا په مجموع کې څوارلس پارکه کیږي، دا ډول مونږ د نړۍ د باغ په نوم د یوه باغ د جوړولو په حال کې یو چې دا به په اوولس جریبه ځمکه کې په دوه ملیونه ډالرو د ترکېې هیواد حاضره شوې چې جوړ کړي."

بل لورته د پوهنې وزیر فاروق وردک بیا وویل چې د ښوونځيو زده کوونکو ته یې امر کړی چې د نیالګیو په حشر کې ونډه واخلي، کابل د هواء د ککړتیا له پلوه له سخت او جدي حالت سره مخ دی او د چاپيریال ساتنې د ماهرینو په وینا که څو نور کاله داسې دوام وکړي نو ښايي د بیا ژوند کولو نه وي.

XS
SM
MD
LG