د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل امنیه قومندان: د اختر لپاره مو امنیتي تدابیر نیولي


جنرال رحیمي خبریالانو ته وویل چې د اختر په ورځو کې د کابل د ښار د امنیت لپاره پولیس، پوځ او ملي امنیت په ګډه کار کوي
جنرال رحیمي خبریالانو ته وویل چې د اختر په ورځو کې د کابل د ښار د امنیت لپاره پولیس، پوځ او ملي امنیت په ګډه کار کوي

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي د پنچشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کوچني اختر په ورځو شپو کې په کابل ښار کې یې د مخالفو وسله والود بریدونه په باب اطلاعات ترلاسه کړي دي ، خو جنرال رحیمي د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د دغو تهدیداتو لپاره یې ګډ پلانونه ترتیب کړي، چې په ترڅ کې به یې د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

جنرال رحیمي وویل " دښمن هم په دې لټه کې دی چې په هر ډول چې اوسې خپل ورانکاري بریدونه هم همغه زمونږ د ملت وینه تویدل دي چې څه د ماین پواسطه اوسې، څه د توغندیو په ویشتلو اوسې او څه ځانمرګي او تهاجمي بریدونه اوسې پرته له شک ځیني مو داسې اطلاعات هم لرو ".

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه د کوچني اختر په درېیو ورځو کې به امنیتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي او د جوماتو شاوخوا به امنیتي ځواکونه ځای په ځای شي تر څو خلک په ډاډه زړه اختر ولمانځي.

د کابل امنیه قومندان وویل ‪"د مسجدونو، تفریح ځایونو او په ښار کې د واټونو او د لویو لارو امنیت یې نېولی دی او امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي".

جنرال رحیمي وویل، امنیتي ځواکونو په خپلو ټولو هغو خالیګاوو کار کړی، چې وسله وال مخالفین ترې ګټه اخلي.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وویل ‪"هیله لرو، له دغو امنیتي تدابیرو سره، د دښمن اکثریت پلانونه خنثی کړو، داسې د جنائي جرمونو په وړاندې لاسته راوړنې هم ولرو، ترڅو زمونږ کابلیان متضرر نه شي".

امنیه قومندان پداسې حال کې د کابل د امنیت لپاره د امنیتي د تدابیرو په باب خبرې کړي دي، چې په تیرو څو ورځوکې په دغه ښار کې د سړک د غاړې او د مقناطسي یا چسپکي بمونو د چاودونې زیاتې شوي دي.

نن سهار د پل باغ عمومي په سیمه کې په یوه رنجر موټر مقناطسي بم الوتی، دوه ملکي کسان یې ټپي کړي دي.

د کابل پولیس وايي چې په دغه پیښه کې پولیسو ته ځکه زیان نه دی رسیدلی چې د ماین د چاودنې په وخت پولیس له رنجر موټر نه کښته شوي وو.

بیګاه د کمپنۍ په سیمه کې هم چاودنه شوې، د عیني شاهدانو په ويناء درې تنه پکې وژل شوي، د کمپنۍ په بیګانۍ چاودنه کې چې د محلي پولیسو په رنجر موټر شوې درې نور ټپي شوي دي.
. تېره ورځ د خیرخانې په لب جر کې هم یو بم چاودلی دی، خو تلفات یې نه لرل

دوه ورځې وړاندې ماښام د کابل په شهرنو کې پارک مال ته څېرمه هم دوه پرله پسې چاودنې شوې وې چې دوه تنه یې ټپیان کړي وو.

دغو چاودنو کابل ښاریان د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګیدو په باب اندیښمن کړي دي.

کابل ښاریان له امنیتي ځواکونو نه د مقناطسي بمونواو چادونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG