د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: د پاکستان سره له دریمګړي پرته خبرې کوو


افغان چارواکي: د پاکستان سره له دریمګړي پرته خبرې کوو

افغان چارواکي: د پاکستان سره له دریمګړي پرته خبرې کوو

افغان دولت وايي له پاکستان څخه یې د سولې بهیرکې عملي مرسته غوښتې ده.

افغان چارواکی وایي افغانان د پاکستان سره د خبرو لپاره دریمګړي هیواد ته اړتیا نلري خو پاکستان باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

ددې سفر پّه ترڅ کې په بیلابیلو اقتصادی ، سیاسی او سوله ییزو اهدافو باندی خبری شوي دي.

د سولی د عالی شورا د دارالانشار مشر معصوم ستانکزی ، د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال جاوید لودین او د جمهور رییس ویاند وحید عمر په یوې ګډې خبري ناستې کې پاکستان ته د جمهور رییس کرزي د سفر په لاس ته راوړنو خبرې کولې.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین په دې باور دی چی دا مهال د افغانستان او پاکستان پّه اړیکو کی هغه ګړۍ رارسیدلی ده چې دواړه هیوادونه کولای شي د دریم ګړی پرته یو تر بله اهداف او خبرې شریکی کړی خو د لودین په وینا اوس وخت ددی دی چی باید خبری د عمل دګر ته واووځی

د همدی اصل پر بنست افغانستان پاکستان ته ددی هیواد د جمهور رییس ښاغلی حامد کرزی د سفر د مخه دا جوته کړی وه چی ددوی سفر باید مهمی لاس ته راوړنی ولری.

پاکستان د افغانستان د سولی په بهیر کی خپل لوی لاس او مهم نقش منی او دی خبری ته په پاملرنی سره د جمهور رییس پّه سفر کی له دی هیواده غوښتل شوی چی که د افغان دولت مخالف ځواکونه چی پاکستان یی ملاتړ کوی د دولت سره یو ځای کیدل غواړی نو پاکستان دی د خپل منځی ښو اړیکو پر بنست د دغو دلو او افغان دولت تر منځ د سولی د را منځته کیدو شرایط برابر کړی او که چیری ځینی مخالفی ډلی سولی ته غاړه نه ږدی نو پاکستان دی خپل هیواد ددغو ډلو پټن ځای نه جوړوي.

ددی سفر په ترڅ کی د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولی ګد کمیسیون جوړ شو چی د دواړو هیوادونو مشران به یې رهبري کوي.

پتیل شوی چی دا کمیسیون به په هر ه میاشت کی غوندی کوی او دا په څیړی چی نیول شوی پریکړی څومره د عمل دګر ته راوتلی دی

ددی کار موخه دا ده چی کړی فیصلی لکه د تیر د خبرو په چوکات کی پاته نشی بلکه په جدیت یی عملی کیدو ته مټی را ونغاړل شي. لودین وایی اوس د پاکستان وار دی چی دا وښیي چې د افغانستان لپاره نیک نیت لري.

افغان چارواکی وایی ډ پاکستان د پوځی حکومتونو چارواکو دا نه غوښتل چې ددې دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادی وده را منځته شي خو اوس وخت بدل دې ددې هیوادونو اړیکو رنګ بدل کړی دی او پآکستان هم په کلکه د نا امنۍ، تروریزم او افغانستان کې د را منځته شوي تاو تریخوالو ښکار دی.

د افغانستان د سولې د عالی شورا مشر معصوم ستانکزی وایي ددوی او پاکستان تر منځ د سولې ګډ کمیسیون جوړ دی چې د ټیکاو د رامنځته کیدو لپاره به اړین ګامونه اوچت کړي او د شویو پریکړو د عملی کیدو په سر به ځانونه ډاده کوي.

ستانکزی وایي افغان پلاوی پاکستان ته څانګړی او روښانه پیغام درلود. دی وايي، افغانستان اړ دی چې خپل هیواد کې د سولې د را منځته کیدو په خاطر د ټولو مخالفینو لکه حقانی ګروپ، طالبانو او کویټې شورا سره خبرې وکړو خو دا چې پاکستان د دوی د ملاتړې په صفت څه کوي دا به وخت وښیي.

چارواکي وایي ددې سفر په ترڅ کې دواړو خواوو په خپلو هیوادونو کې د یو بل د شته بندیانو په اړه، اقتصادي مرستو، د هغو لویو لارو په هکله چی د افغانستان لوی ښارونه له پاکستان سره نښلوي هم خبرې کړي دي.

ویل شوي حامد کرز به دې سفر کی د پاکستانی مخالف ګوند و مشر نواز شریف سره هم په تیلیفون خبرې کړي خو ټاکل شوې په راتلونکي سفر کې به یو تر بله مخامخ خبرې هم کوي.

په دې سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیر پاو ، د جمعیت علمای اسلام د مشر قاضی حسین احمد او د مولانا فضل الرحمان سره هم خبرې اترې شوي دي

XS
SM
MD
LG