د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل مظاهره کوونکې: عکس مې راته سرخوږی شو


شهبا شاهرخي وايي چې له خپلو مدني فعالیتونو به لاس وانخلي.
شهبا شاهرخي وايي چې له خپلو مدني فعالیتونو به لاس وانخلي.

مدني فعاله شهبا شاهرخي وايي چې یو شمېر نامعلومه کسان ورته د مرګ ګواښونه کوي.

شهبا شاهرخي هغه مدني فعاله ده چې، د کابل د مظاهرو پر مهال یې یو تصویر اخیستل شوی او بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی؛ په تصویر کې دا د خلکو په منځ کې ولاړه ده او شاته يې یو هلک چې، میرمن شاهرخي يې د مظاهرې تنظیموونکی بولی، ډېر نژدې ولاړ دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خلکو پر دغه تصویر اعتراض کړی او دا يې یو غیر اخلاقي کار بللی دی، خو په خپله شهباز شاهرخي وايي چې دوی د عدالت غوښتنې لپاره مظاهره کړې وه او دې خبرې ته یې لا پام هم نه و.

شاهرخي د امریکا غږ اشنا سره په مرکې کې یو شمېر سیاسي کړۍ چې نوم يې وانخیست، تورنې کړې چې غواړي په دې ډول کارونو سره د مدني فعالانو ملي حرکتونه او مبارزې بدنامه کړي.

هغه وايي چې د دغه تصویر له خپرېدو وروسته یو شمېر خلکو ورته د مرګ ګواښونه کړي دي او دا د خپلې "کورنۍ د امنیت په اړه ډېره" اندېښمنه ده.

شهبا شاهرخي وايي دا مهال د کابل پولیسو يوې باامنه سیمې ته انتقال کړې ده او په خبره يې "پولیس ویره لري چې که په ښار کې عادي تګ راتګ وکړم هسې نه د فرخندې په برخلیک" شم.

د ځوانانو د شبکې غړې شهبا شاهرخي وايي چې دا ډول کارونه به هغه له خپلو مدني او د "عدالت غوښتنې له فعالیتونه" را ونه ګرځوي.

په کابل کې څو ورځې وړاندې زرګونه کسانو د عدالت غوښتنې او په زابل ولایت کې د یو شمېر افغانانو د وژلو په اعتراض پراخ لاریون وکړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG