د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم کابل ته په دوه ورځني سفر تللی دی


د پاکستان صدراعظم کابل ته په دوه ورځني سفر تللی دی

د پاکستان صدراعظم کابل ته په دوه ورځني سفر تللی دی

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی هغه آوازې رد کړي چي د ویکي لیکس د ویب پآڼي د اسنادو له مخي د امریکا دیپلوماتیکي مخابرو کي د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی په سیاسي لحاظ کمزوری شخص بلل شویدی.

ښاغلي ګیلاني چي نن د شنبې په ورځ په کابل کي د ښاغلي کرزي څنګ ته ولاړ و او خبریالانو ته یې وینا کوله وویل هغه رپوټونه چي وایي د افغانستان مشر د ملک د قانون د انفاذ په ادارو باندي کنټرول نه لري ، شاید هغه به یوازي د امریکا د څو ټیټ رتبه مامورینو نظر وي او باید چی جدي ونه بلل شي. هغه وویل چي په هغي ډلي باندي چی د ویکي لیکس اسناد یې خپاره کړي دي باید باور ونه سي.

په عین حال طي ښاغلي کرزي د افغانستان د مالیې دوزیر عمر زاخیل وال دفاع وکړه چي د هغه له قوله په یوه سند کي د افغانستان جمهوررئیس یو کمزوری شخص بلل شویدی.

زاخیلوال نن دا په ټینګه وویل چي ده هیڅکله دا خبره نه ده کړې .

XS
SM
MD
LG