د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې افغانانو ته د امنیت سپارلو خبرې روانې دي


کابل کې افغانانو ته د امنیت سپارلو خبرې روانې دي
کابل کې افغانانو ته د امنیت سپارلو خبرې روانې دي

د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ نن په کابل کې د امنیت د انتقال د پروسې د ګډ بورډ ناسته وشوه چې پکې افغان چارواکو، د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو عمومي قومندان ډيويډ پيټریوس، ملکي استازي مارک سيډویل او د یوناما مشر برخه درلوده، د افغان حکومت په استازيتوب ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل چې دا ناسته مهمه ده او پدې غونډه کې به د امنیت د انتقال د پروسې جزئیات وڅېړل شي او دا ډول د مسؤلیتونو په لېږد به خبرې وشي.

د ناټو په مشرۍ د ایساف او ایتلاف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټریوس غونډې ته وویل چې دا ناسته خورا مهمه ده او د پروسې پرمختګ او دوام ښيي، هغه وویل چې دی او مارک سيډویل به د ناټو عمومي قومندانۍ او دا ډول د انتقال بورډ به جمهور رئیس کرزي ته یو لړ سپارښتنې ولري چې هغوی پرې خپلې پرېکړې وکړي.

د امنیت د انتقال لپاره پدې غونډه کې چې لږه شیبه خبریالانو ته وخت ورکړل شو، په لنډو خبرو کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سیډول وویل چې د امنیت د انتقال د پروسې د تطبیق په مخ کې خنډونه شته او له سختو ورځو سره به مخ شي ولې بیا هم د پلان په اساس تر دوه زره او څوارلسم کاله پورې به یې تطبیق کوي.

بل لورته د یوناما مشر سټیفن ډیمیسټورا وویل چې د لیزبون له غونډې وروسته دا غونډه د پروسې دوام ښيي، هغه وویل چې ځېنې وخت دا پوښتنه کیږي چې ایا د امنیت انتقال او د سولې پروسې یو د بل تکمیلونکي دي او که سره مغایرې، هغه وویل چې د امنیت د انتقال پروسه د سولې د پروسې تکمیلونکې ده.

ډیمیسټورا دا ډول زیاته کړه چې باید د امنیت د انتقال د پروسې په اړه باید د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په جزئیاتو اعتماد جوړونه وشي او ښه باور رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG