د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بیلابیلو لوبو سیالۍ پیل شوي


کابل کې د بیلابیلو لوبو سیالۍ پیل شوي
کابل کې د بیلابیلو لوبو سیالۍ پیل شوي

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د ښاروالۍ له لورې د شلو بیلابیلو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیلې شوې.

د کابل ښاروالي د ځوانانو د ټولنې مشر محمد اکبر دلزاد وايي چې دغه لوبې د والیبال،باسکټبال، فوټبال، بایسکل ځغلونې، تکوانډو او داسې نورو برخو تر منځ پیل شوي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به دوام وکړي.

د دلزاد د مالوماتو له مخې ددغه سیالیو د ترسره کولو هدف په کابل ښار کې د ورزشي ټیمونو هڅول دي چې وکړی شي په راتلونکې کې د هیواد په کچه ښه وځلیږي او بیا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د ویاړ جوګه شي.

په ورته وخت کې لوبغاړي هم ددغه راز لوبو له تر سره کولو څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې باید د دوی د سپورټي کچې لوړولو لپاره چارواکي نورې هڅې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG