د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې دفاع وزارت مخې ته ځانمرګي دولس تنه وژلي


طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی او د درویشتو افغان پوځ د صاحبمنصبانو د وژلو ادعا یې کړې ده.
طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی او د درویشتو افغان پوځ د صاحبمنصبانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

نن د شنبې د ورځې د ماسپښین په دریو بجو او شلو دقیقو یو ځانمرګې بریدکوونکي د افغانستان د دفاع وزارت د مراجعینو د دروازې مخې ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه وکړه چې له امله یې د کابل د پولیسو د وینا له مخې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې ډیر تلفات ملکي کسانو ته رسیدلي دي.

جنرال عبدالرحمان رحیمي وویل "ځانمرګی پلی وو، په موټر کې نه وو، په وژل شوو، کې ښځې، نور ملکي وګړي او نظاميان شامل دي ".

د افغانستان د دفاع وزارت د رسنیو دفتر هم امریکا غږ ته وویل چې،د دغه وزارت مخې ته په نننۍ ځانمرګي برید کې د دوه امنیتي کارکوونکو په ګډون ۱۲ وژل شوي او ۸ نورټپیان شوي.

د دفاع وزارت وایي اته تنه ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د عامه اړیکو د رئیس محمد اسمعیل کاوسي هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د دوو ښځو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلي کاوسي امریکا غږ ته وویل چې تراوسه ددغه وزارت پورې مربوطو روغتونو ته د پیښې له ځایه کوم مړی نه دی وروړل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش هم امریکا غږ اشنا راډیو ته د دفاع وزارت مخې ته ځانمرګی برید تائید کړی دی.

ښاغلي دانش وویل " نن ماسپښین یو ځانمرګی برید د یو تن په واسطه چې د چاودیدونکو توکو واسکټ یې په تن وو، په دوهمې امنیتي حوزې په سیمه کېو د دفاع وزارت په هغه دروازه کې چې مراجعین په کې تګ راتګ کوي ځانمرګی برید ترسره کړی دی، متاسفانه چې تلفات لري خو جزئیات یې ماسره نشته دی ".

د پیښې په ځای کې د امریکا غږ خبریال وایي چې ددغه برید وروسته سیمه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او د دفاع وزارت ته غځیدلي سړکونه د ټرافیکو پر مخ ټړل شوي دي.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې اکثره مامورین د خپل ورځني کار وروسته د خپلو کورونو پرخوا ځي.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه ځانمرګي برید کې د افغان پوځ ۲۳ صاحب منصب وژل شوي او ۲۹ نورټپیان شوي دي.

خو افغان امنیتي ادارو د طالبانو دا ادعا نه ده تائید کړې.

XS
SM
MD
LG