د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نېږدې چاودنه شوې ده


د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل د نن ورځې د برید اکثریت قربانیان ملکي کسان دي
د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل د نن ورځې د برید اکثریت قربانیان ملکي کسان دي

د کابل ښار د فروشګاه په سیمه کې د عدلیې د وزارت د موټرو په تم ځای کې د یوه کرولا موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی او له امله یې د لومړنیو راپورونو له مخې پنځه وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې پدغه پېښه کې پنځه ملکي وګړي، چې د عدليې د وزارت د موټرو په تم ځای کې وو، وژل شوي دي، او نهه نور ملکي وګړي بیا ټپيان دي.

خو له امریکا غږ سره له خبرو نیم ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼې کې لیکلي دي، چې پدغه ځانمرګي برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي، او څلور ویشت نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا ځانمرګی وو او ځانمرګي برید کوونکي چاودیدونکي توکي په کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای کړي وو.

صدیق صدیقي وویل “متاسفانه دا چاودنه ځانمرګی برید وو، پولیسو چې لومړنۍ پلټنې کړي، ښيي چې د یوې واسطې په واسطه شوی دی، دا واسطه هم کرولا ده. دا چاودنه څه باندې څلور بجې وشوه.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نورچې اکثریت یې ملکي افغانان دي ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس اسمعیل کاووسي امریکا ته وویل چې دا شمیر ټپیان د أیښې له ځایه په کابل کې بیلابیلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، چې د موټرو پدغه تم ځای کې ځینې موټر هم ویجاړ شوي دي.

ظاهرا نده معلومه چې د ځانمرګي هدف څوک وو.

کابل پدې وروستیو ورځو کې د سر په سر ځانمرګو بریدونو شاهد دی.

وړمه ورځ د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د هواء پېژندنې په سړک هم ځانمرګی برید شوی وو، پدغه ځانمرګی برید کې دوه مېرمنې وژل شوې وې.

طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG