د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د ځانمرگې حملې مسولیت ومانه


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وایي په حمله کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وایي په حمله کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ماسپښین څلور بجې او پنځه دقیقې یو ځانمرګي بریدګر چې پلی روان وو، ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکې د یو دولتي موټر مخې ته چولي چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او د پنځو څخه ترلسو تنو پورې نورټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې په برید کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

ښاغلي دانش وویل " بریدګر پلی روان وو او د یو دولتي موټر مخې ته يې ځان پورې ټړلي چاویدونکي توکې چولي دي".

خو د کابل د پولیسو د قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې د څانګې رئیس جنرال محمد سالم الماس امریکا غږ ته وویل چې د دوی پلټنې ښيي چې په دې برید کې پنځه امنیتي کارکوونکي وژل شوي او څلور ملکي وکړي ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې بریدګر د اداري چارو د عمومي ریاست له مراجعینو څخه وو، چې د دغې ادارې د دروازې مخې ته یې ځان پورې ټړلي چاودیدونکي توکې چولي دي.

د دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل، چې د دغه وزارت سره نږدې د کابل د پولیسو دوهمې امنیتي حوزې مخې ته په یو دولتي موټر باندې چاودنه شوې چې د لومړینو معلوماتو له مخې له امله یې یو تن ټپي کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه د برید له ځایه دوه تنه د کابل امبولانس پواسطه روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې د دې برید هدف څوک وو، خوپه ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو رپوټونو کې د برید هدف د جمهوري ریاست د ساتونکو موټر ښودل شوی دی.

داعش په یوه اعلامیه کې د کابل د ځانمرگي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG