د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار د نن مازدیګر ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي


ارشیف
ارشیف

د کابل ښار د دهمزنګ اړوند سیمه کې نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ملي دفاع وزارت شپږ کارکوونکي ووژل شول او د ملکي وګړو په ګډون له لسو زیات ټپیان شول.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل، ځانمرګی برید کوونکی پلی وو او د ملي اردو د عملې ۳۰۳ ډوله بس موټر د تیلو ټانکې ته نږدې ورسره چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې موټر اور واخیست.

ښاغلي ستانکزي وویل "بریدګر د موټر ټانکې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړې وه چې موټر اور واخیست".

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د هغوی یوه ملګري د ملي اردو بس په نښه کړی دی.

د کابل د امنیې نوی قوماندان عبدالرحمان رحیمي له پیښې وروسته سیمې ته ورغلی وو او د پیښې په اړه یې پلټنې کولې.

د امنیې قوماندان په سیمه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې اوس ورته د مرګ ژوبلې کره شمیره معلومه نه ده.

په تیرو دریو ورځو کې دا دریم ځانمرګې برید دی چې په کابل ښار کې ترسره کیږي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د استقلال لیسې د فرانسې په کلتوري مرکز کې یوه ځانمرګي برید کوونکي ۱ بهرنی وګړی وواژه او نږدې شل ملکي وګړي یې ټپيان کړل.

دغه راز، د همدې ورځې په سهار د کابل په تره خیلو سیمه کې یو بل ځانمرګي برید کوونکي د ملي اردو د عملې بس په نښه کړ چې په پایله کې يې د ملي دفاع وزارت ۶ کارکوونکي ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG