د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د تیرې شپې برید ۲ ملکیان وژلي او ۲ یې ټپیان کړي


په کابل کې د کلبه صلح په نوم په میلمستون د تیرې شپې برید په دغه ښار کې دوهم برید دی چې ملکي ځایونه په کې په نښه شوي دي
په کابل کې د کلبه صلح په نوم په میلمستون د تیرې شپې برید په دغه ښار کې دوهم برید دی چې ملکي ځایونه په کې په نښه شوي دي

د کابل د امنیې قوماندانۍچارواکي وایي په کابل کې په یو میلمستون د تیرې شپې په ځانمرګي برید کې د دوه بریدګرو سربیره دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپي شوی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله کریمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تیره شپه پاوباندې اوه بجې دوه ځانمرګو بریدکوونکو د کابل د دریمه حوزې د دهبوري په سیمه کې د کلبه صلح په نوم په یومیلمستون برید وکړ چې له امله یې ددغه میلمستون دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نورټپیان شوي دي.

ښاغلي کریمي وویل چې د پیښې لږ وروسته پولیس د پیښې ځای ته ورسیدل او په ډیره لنډه موده کې یې بریدګر له منځه یوړل.

تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې وویل چې د هغو پنځه ځانمرګو بریدکوونکو له ډلې یې دوه تنه نیولي چې په کابل کې یې د ملي دفاع په وزارت د برید پلان درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دغه بیان کې ویلي چې د دفاع په وزارت برید په شمالي وزیرستان کې د حقاني د شبکې له خوا نتظیم شوی وو.

تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د تیرې شپې د ځانمرګي برید او نه هم د ملي امنیت د ریاست د ادعا په باب څه ویلي دي.

په کابل کې د کلبه صلح په نوم په میلمستون د تیرې شپې برید په تیره اونۍ کې په دغه ښار کې دوهم برید دی چې ملکي ځایونه په کې په نښه شوي دي

XS
SM
MD
LG