د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل برید کې د وژل شوو شمیر ۶۴ ته وخوت


د کابل د ننني ځانمرګي برید سیمه او ویجاړ شوی ګاډی.
د کابل د ننني ځانمرګي برید سیمه او ویجاړ شوی ګاډی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د سه شنبې ورځې په خونړي برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۶۴ ته ورسید. تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي وه چې ۳۰ تنه په دغه برید کې وژل شوي وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې ۳۴۷ تنه پدې پیښه کې ټپیان شول.

دوو طالب جنګیالیو د سه شنبې په سهار په پل محمود خان سیمه کې د ملي امنیت په یوه دفتر برید وکړ. طالبانو ادعا کړې چې په برید کې یې ګڼ شمیر پوځيان وژلي خو افغان چارواکي بیا وايي د پیښې اکثریت قربانیان ملکي خلک دي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی دی، او ویلي دي چې د افغانستان د سولې د بهیر کلک ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ولسمشر غني په نامه په خپل پیغام کې دغه برید په سختو ټکو غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پېښې یو زخمي روغتون ته انتقال شوی دی.
د پېښې یو زخمي روغتون ته انتقال شوی دی.

ښاغلي شریف ویلي، دا برید وښوده، چې تروریزم لا هم "زموږ د هېوادونو، ټولنو او سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو لوی ګواښ دی. "

د کابل د پولیسو امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دوو بریدګرو دا برید کړی و، چې لومړي ځانمرګی کړی او دوهم د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.

جنرال رحیمي وویل چې په دغه برید کې ۲۸ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي. طالبانو د برید مسولیت منلی دی.​

مخکیني معلومات

له چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې لا هم روانې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئيس اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې د دوی روغتونونو ته امبولانسونو تر اوسه ۱۹۸ ټپيان لېږدولي دي. خو نه شي ویلي چې څومره وژل شوي دي.

لومړني راپورونه وايي، چې پدغه پېښه کې په لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، لا هم کره او د قیقه شمېره د مرګ ژوبله نده معلومه.
عیني شاهدان وايي، په کوم ځای کې چې ځانمرګی برید شوی هلته په لسګونو ملکي وګړي ولاړ وو، دغه سیمه کې دوکانونه، هټۍ، د عامو خلکو تل ګڼه او ګوڼه وي.

ولسمشر غني دا برید په کلکو ټکو غندلی، اجرائیه رئيس بیا په ټویټر پاڼه لیکلي چې نننۍ ځانمرګی برید د ترهګرو د کمزورۍ ښکارندوی دی

XS
SM
MD
LG