د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرګي برید اووه تنه ژوبل کړل


دا په یوه اوونۍ کې په کابل کې دریم برید و

دا په یوه اوونۍ کې په کابل کې دریم برید و

برید نن یکشنبه له غرمې مخکې په نهو بجو د یوه کرولا موټر په واسطه ځانمرګي برید کوونکي کړی دی.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي د چاودنې په سیمه کې خبریالانو ته وویل برید کوونکي د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت د ځواکونو دوه زري موټر په نښه کړي وو، چې ویجاړ شوي، خو د قاطع ماموریت سرتیرو ته زیان نه دی رسېدلی.

چارواکي وايي په برید کې اووه ولسي خلک ژوبل شوي چې حالت یې د ډاډ وړ دی.
جنرال عبدالرحمن رحیمي وویل"د قاطع ماموریت دوه زرهي پوش موټر چې د اسمائي واټ په سړک د دهمزنګ په لور روان وو، یو ځانمرګی برید کوونکی چې په کرولا موټر کې یې بمونه ايښي وو، ددغو موټرو سره ځان جنګوي، انفجار کوي."

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وايي، چې د قاطع ماموریت دا دوه زري موټر د بهرنیو ځواکونو پورې مربوط وو، سیمې ته له چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو نور موټر هم ورسېدل.

بل لورته یوه عیني شاهد وحید وايي، په موټر کې یې سپرلۍ درلودې، یو دم چاودنه وشوه، دی په پښه ټپي شوی دی، په موټر کې ورسره سپرلې دوه مېرمنې هم ټپي شوې وې.

عیني شاهد وحید وايي، دده موټر ته زیان رسېدلی، ترڅنګ یې د قاطع ماموریت موټر هم لیدلي چې زیانمن وو.

که څه هم خبریالان سیمې ته ډېر نېږدې نه ور پرېښودل کېدل خو تر څلورو پورې ویجاړې موټرې خبریالانو لیدلي دي.

طالبانو ددې برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی او ادعاء یې کړې ده، چې د بهرنیو ځواکونو دولس سرتیري یې وژلي دي.

طالبانو ویلي دا ځانمرګی برید د رحمت الله خوستوال په نوم یوه ځانمرګي برید کوونکي کړی دی.

طالبانو دا هم ویلي، چې دا برید یې د کندز په روغتون په غچ کې کړی دی.

اخوا د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت ددې چاودنې په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG