د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رییس کرزي مهم سلاکار کابل کې ووژل شو


د جمهور رییس کرزي مهم سلاکار کابل کې ووژل شو
د جمهور رییس کرزي مهم سلاکار کابل کې ووژل شو

چارواکي وايي، د جمهور رییس حامد کرزي یو عالي رتبه سلاکار نن ماښام په کابل کې پارلمان ته نږدې په خپل کور کې ووژل شو.

محلي رسنیو تیره ماښام خبر ورکړ چې د روزګان پخوانی والي جان محمد خان چې د کرزي په نږدې همکارانو کې شمیرل کیده، د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.

د پولیسو یوه عاليرتبه چارواکي وویل، په دغه برید کې په ولسي جرګه کې د روزګان برحال استازی محمد هاشم وطنوال هم وژل شوی دی.

جمهور رئیس حامد کرزي نن د جان محمد خان او د محمد هاشم وطنوال جسدونه د ارګ په ماڼۍ کې پداسې حال کې ولیدل چې د پارلمان غړي او ګڼ شخصیتونه هم حاضر وو

کرزي وویل، دغه دواړه شخصیتونه زړه ور ول او د خپلو خلکو په خدمت کې بوخت وو.

جمهور رئیس وویل د افغانستان د ترقۍ په لار کې نور شهادتونه هم قبلوي او په ويناء یې له بدخشان نه تر نیمروزه د شهیدانو د بچیانو پالنه به کوي.

جمهور رئیس کرزي وویل: "‪ولسي جرګې ته چې دا مو دیارلسم شهید وو، بیا هم تسلیت درته وړاندې کوم، د افغانستان خلکو ته هم ، البته چې مونږ د افغانستان د خلکو له ترقۍ لاس نه اخلو او نور شهادتونه هم قبلوو‪"

له دې یوه اونۍ مخکې په کندهار کې د جمهور رییس کرزي ورور احمد ولي کرزی په خپل کور کې ووژل شو.

د فرانسې خبري آژانس د یوه چارواکي له خولې د نوم نه څرګندولو په شرط لیکي: "جان محمد خان جمهور رییس کرزي لپاره په هغومره اندازه مهم شخص وو لکه احمدولي کرزي چې ورته اهمیت درلود".

پیښه د کابل په لویدیځ د ښار په څلورمه کارته کې شوې ده.

XS
SM
MD
LG