د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښځینه باغ ددې ښار د میرمنو پر مخ وتړل شو


د کابل ښځینه باغ ددې ښار د میرمنو پر مخ وتړل شو

د کابل ښځینه باغ ددې ښار د میرمنو پر مخ وتړل شو

د جمی ورځ وه پس له کلونو می دا هوس وکړ چه ښځینه باغ وګورم هسی هم یو میاشت دمخه دا باغ د امریکی سفیر او افغانی چارواکو له خوا د بیا رغاونی ورسته بیا پرانستل شوی وو. له ماشومانو د خندا او خوشحالیسره د باغ په لور رهی شوم خو کله چه ورسیدم هی خواره قسمته څه ګورم باغ خو تړلی دی .۳۰ ـ۵۰ تنه وړی زړیَ، ښځی او ماشومان له باغه بهر په نمجنو مځکو ناستی دی یا لوبی کوی

له ځانه سره می وویل دا باغ خو لږه موده دمخه بیا ورغاول شو او بیا پرانستل شو نو اوس ولی؟

له یوی میرمنی می وپوښتل خورکی باغ ولی تړلی دی؟

په همدی وینا بوختی وو چه بلی میرمنی په قهر جنی لحجی سره ګیلی شکوی او کله هم نازکی کنزاوی پيل کړی وی ورته نژدی شوم وامی وریدل چه وایی

بلی میرمنی ګواښ کاوه چه تیږه راوړی چه دروازه ماتوم

بله خوا د نانځکو په شان ښکلی وړه جلکی له موره غواړی چه باغ ته یی بوزی تر څو وزانګی

خو مور په کنایه ورته وایی زویه دا باغ ستا لپاره نه دی جوړ.

یوه ځوانه نجلی دلته دکان لری او د میرمنو د لاس جوړ شوی شیان خرڅوی وایی

د ځینو میرمنو له وینا معلومه شوه چه باغ د ۵ شنبی او جمی په ورځو تړلی وی له ځآنه سره می وویل عجبه ده نو میرمنی خو همدا یوه ورځ د تفریح لپاره لری نو راځه د له چارواکو وپوښته چه دا ولی؟

سبا ته د ښځو چارو وزارت ته ولاړم او دا پوشتنه می ددی وزارت له چارواکو سره شریکه کړه

د کابل د شهر ارا یاښځینه باغ سژ کال په ۶ میاشتو کی د امریکی د براختیایی اداری له خوا د ۵۷۳۹۹۰ دالرو په ارزښت بیا ورغاول شواو پکی ورزشی جمنازیوم، ستورانت،وړکتون،دکانونه او هر څه د ښخو لپاره جوړ شول او د ښځو چارو وزارت په وینا په ۱۶ نورو ولایتونو کی هم داسی باغونه د میرمنو لپاه جوړ دی خو کاشکی دا باغونه پرانستی وی او بیچاره میرمنی وکړای شی د رخصتیو او وزګاری په ورځو کی د ورځنی ژوند ستړیا په دی باغونو کی لری کړی او د ښخو وزارت د سر دعا ګویه شي خو هغه د چه خبره داسې ښکاري چې: یو ځای یی بنده بوله.

XS
SM
MD
LG