د لاس رسي وړ اتصالات

د مظاهره کوونکو غوښتنه: د میرمنو وژونکي او زورونکي دي ونیول شي


د پنځوسو په شاوخوا کې افغان میرمنو او سړیو پرون د چارشنبې په ورځ په کابل کې د هغې میرمنې د وژلو په خاطر مظاهرې کړیدي چې د پروان په ولایت کې د خلکو په وړاندې د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شوه.

لس ورځې وړاندې یوه میرمن د پروان په ولایت کې د زنا په تور په ډزو وویشتل شوه. د دې میرمنې د وژلو د صحنې ویډیو جوړه شویده او پکې ښودل کیږي چې یو وسله وال سړی پدې میرمنې باندې څو ځله ډزې کوي او شاوخوا ته یې ولاړ کسان خاندي او د ډزې کوونکي ستاینه کوي.

د پروان پولیسو ویلي دي چې دا کار طالبانو کړیدی خو طالبانو دا خبره رد کړیده او ویلي یې دي چې هغوي د دې کار امر ندې کړی او نه هم پکې لاس لري.

افغان ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د امریکا سفارت، د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د بشري حقونو ډلو د دې میرمنې وژل په کلکه غندلي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره میرمن سیما ثمر وایي د افغان حکومت نه غواړي چې دا شان پیښو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

" د افغانستان د حکومت نه غواړو چې د دې پیښې عاملین دې پیدا کړي، هغه څوک دې محکمې ته وسپاري چې د دې وژلو امر یې کړیدی او هم غوښتنه لرو چې د دې پیښې د تحقیق په اړه دې افغان ولس ته مالومات ورکړي. "

رپوټ وایي وژل شوې میرمن ښایي چې شل کلنه به وه او د دې وژلو نه څرګندیږي چې افغان میرمنې او نجونې اوس هم په افغانستان کې زورول او آن دا چې وژل کیږي. په کابل کې د پرونۍ مظاهرې نه مالومیږي چې د میرمنو د حقونو په اړه د عام ولس نظرونه هم بدلیږي.

سره لدې چې په افغانستان کې د میرمنو د حقونو لپاره ډیر کار شویدی او لا هم روان دی کیږي خو د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام افغانستان د میرمنو د حقونو له پلوه په نړۍ کې د هغو هیوادونو په کتار کې راوستی چې سړيو او میرمنو د حقونو برابروالی پکې بیخي په ټیټه کچه ده.

زهره علمیار چې په پرونۍ مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه، د افغان حکومت نه غواړي چې د میرمنو د حقونو د ساتلو لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

" مونږ د افغان حکومت نه غواړو چې د هغو میرمنو پوښتنه دې وکړي چې زورزیاتی ورسره کیږي او وژل کیږي. د میرمنو په خلاف دا ډول کارونه ورځ تر بلې زیاتیږي، مونږ د حکومت نه غواړو چې جدي اقدامات دې وکړي او د دا شان کارونو مخه دې ونیسي. "

په افغانستان کې د میرمنو لپاره ستونزې بیخي زیاتې دي. په کم عمر کې ودول، په بدو او یا د پور د ادا کولو لپاره د نجونو ورکول او د کورنیو د غړو لخوا د ناموس او پت په نامه د میرمنو وژل هغه غټې ستونزې دي چې په ټول افغانستان کې ورسره افغان میرمنې لاس او ګریوان دي.

د طالبانو په وخت کې افغان میرمنو د کار کولو او ښوونځي ته د تګ اجازه نه درولوده او حتی نشوی یې کولی چې د یوه نارینه محرم پرته بهر ته واوځي. د میرمنو د حقونو مبارزین وایي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شتون د کموالي له وجې او دا چې افغان حکومت لګیا دی د طالبانو سره د سولې خبرې کوي، هغوي دا ویره لري چې د میرمنو په لاس راغلي حقوق به بیا پایماله شي.

XS
SM
MD
LG