د لاس رسي وړ اتصالات

په مزارشریف کې غلو کابل بانک لوټ کړ


پولیس وايي چې داړه مارانو په بلخ کې د کابل بانک د ېوې څانگې ٦ امنيتي ساتونکی وژلي. دوی وايي، غلو اول دغه ساتونکي مسموم کړي وو او بیا یې په چړو او چاکوگانو په مرگ وهلي وو.

دغه بانک د مزار شرېف په ښار کې پروت دی.

چارواکي وايي، له بانک نه تقریبا ٢٧٥ زره غلا شوي دي.

په عېن حال کې د فرانسی ددفاع وزېر هروی مورېن وویل چې د فرانسی عسکر بله هیڅ چاره نلری پرته له دې نه چې په افغانستان کې پاتې شي.

په هغه مرکه کې چې د سه شنبی په ورځ خپره شوله ، ښاغلی مورېن وویل که نړیوالی قواوې د فرانسې د ٣٥٠٠ عسکرو په شمول له افغانستان څخه راووځی نو دا هیواد به سقوط وکړي.

XS
SM
MD
LG