د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله پېژنو خو کېلاش ستیارتي څوک دی؟


د ماشومانو د حقوقو مدافع کیلاش ستیارتي چې د پاکستانۍ ملالۍ یوسفزۍ سره یې یوځای د نوبل د سولې د سږکال جایزه وګټله، په تیرو دریوو لسیزو کې یې د شاقه کارونو څخه د شاوخوا ۸۰ زرو ماشومانو په آزادولو کې مرسته کړې ده.

د امریکا غږ خبریالې انجانا پسریچا په نوي ډلۍ کې د دوو ځوانانو سره چې د ستیارتي د خیره سازمان له خوا آزاد شوي دي خبرې کړي. هغې په خپله د کیلاش ستیارتي سره هم د هغه د کار په هکله خبرې کړي دي.

۱۸ کلن منان انصاري وايي چې ماشومتوب یې د خپل پلار او مور سره د جارکن د ایالت په یوه غریب کلي کې د مېکا په معدن کې تیر سوی دی چیري چې به یې شاقه کارونه کول.

هغه وايي چې د شپږ کلونو و او هره ورځ به یې د سهار د ۸ بجو څخه د میکا په معدن کې کار شروع کوی. د انصاري د کلي د ټولو اوسیدونکو دپاره چې ماشومان هم په کې شامل و، دا عادي خبره وه چې په معدن کې کار وکړي.

انصاري خپله خاطره داسي بیانوي ،،زه به د ځمکې لاندې ولاړم او ډیر به ویریدلم چې لاندي و نلوېږم. ما به خولې کړي وې او ښايي خولې مي په دې خاطر کولې چې هلته اکسیجن کم و. ځیني وخت به مي په ډبرو باندې ګوتي پرې سوې.،،

انصاري به په معدن کې په ډبرو پسي ګرځیدی چې راټولي یې کړي او وروسته یې په بازار کې خرڅې کړي خو د نهه ساعته کار وروسته به یې دومره ډبرې پیدا کړې چې په پنځه یا لس سنټه به خرڅېدلې.

د انصاري په ژوند کې یو ستر بدلون هغه مهال رامنځ ته سو چې د ،، ماشومتوب وژغوریْ،، په نامه سازمان چې کیلاش ستیارتي تاسیس کړی و، د هغه سره مرسته وکړه او هغه یې د شاقه کار څخه راوایستی. اوس انصاري د ډیلي په پوهنتون کې سبق وايي او هیله لري چې ډاکتر سي.

د ستیارتي سازمان د درو لسیزو نه زیات وخت کېږي چې کار کوي ترڅو تنکي ماشومان د غالۍ ، خښتو او معدنونو د کارخانو څخه وژغوري.

ستیارتي د نوبل مخکي ډیرو نه پېږندی

خو مخکي له دې چې د نوبل د سولې جایزه اعلان سي، د هغه د مبارزې په هکله چې په نوي ډیلۍ کې یې د یوه کوچني دفتر څخه پیل کړې وه، د هند عوامو هیڅ یا لږ اطلاع درلوده. جالبه خو دا ده چې زیات شمیر هندیانو چې په کښي ځوان خبریالان هم شامل وو، د ستیارتي په هکله یې پوښتل چې دا ستیارتي بیا څوک دی په داسې حال کې چې د پاکستانۍ ملالې نوم د ژبو پرسر و.

دا د تعجب وړ خبره نه ده. سره له دې چې ستیارتي ډير زیات زحمت ایستلی دی چې د ماشومانو څخه په شاقه کارونو کې د کار اخیستلو مخه ونیسي، په هند کې د ماشومو کارکونکو په برخه کې یو ډول زغم او بې تفاوتي حاکمه ده. داسي فکر کېږي چې غریبان بله هیڅ چاره نلري، پرته له دې نه چې خپل تنکي ماشومان شاقه کارونو ته واستوي.

،، د ځوانانو کارونه ماشومان کوي،،

ستیارتي وايي چې هغه کار چې په ماشومانو کېږي باید په میلیونو هغو ځوانانو ته ورکړل شي چې بې کاره ګرځي. ستیارتي داسي وايي ،،زیات شمیر بې کاره ځوانان بل څوک نه دي د همدغو ماشومانو پلرونه دي. ماشومان ځکه ګمارل کېږي چې هغوي لږ پیسې اخلي او ارزانه دي په داسي حال کې چې پلرونه یې بې کاره پاته کېږي. حقیقت دا دی چې کله د ماشومانو شاقه کارونه ودرول شي نو د ځوانانو دپاره به د کار کولو زمینه مساعده شي.،،

د ستیارتي موسسه د ماشومانو په ژغورنه کې مستقیماْ اقدام کوي. د ستیارتي د سازمان فعالین تل تحقیقات کوي چې په کومو ځایونو کې د ماشومانو څخه په پټه په شاقه کارونو کې کار اخیستل کېږي. وروسته بیا د حکومتي ځواکونو له خوا په هغو سیمو باندې ناڅاپه چاپې وهل کېږي او ماشومان ژغورل کېږي. خو دا کار آسانه نه دی. د ستیارتي په ګډون، د هغه د سازمان فعالین په کراتو تهدید سوي او ډبول سوي دي.

خو د ستیارتي دپاره دا یو ستر سکون دی چې د هغه له خوا ژغورل سوي ماشومان بالغه سي، زده کړې وکړي او په ټولنه کې د مستقلو ځوانانو په توګه سر راپورته کړي.

ددغو کسانو له جملې څخه یو یې ۲۲ کلن سومن کومار مهتو دی چې د ستیارتي له خوا ژغورل سوی دی او اوس د هغه په خیریه موسسې کې د ګرافیک ډیزانر په توګه کار کوي او د میاشتې ۲۵۰ ډالره معاش لري.

دیارلس کاله وروسته، اوس هم هغه د ماشومتوب د ترخو شیبو څخه زورېږي. هغه د خپل مور سره په بیهار کې په یوه کور کې کار کوی. هغه ځکه کار ته مجبوره سو چې په ماشومتوب کې یې مور ناجوړه سوه او مور یې د کور د صاحب څخه د تداوۍ دپاره پور وکړ او په بدل کې یې زوی هلته کار ته پرېښودی.

مهتو داسي وايي ،،کله چې مي مور ولاړه نو د هغې ټول کار پر ما راولوېدی. مابه پاکاري کوله او جارو به مي کوی. کله چې به مي نسوای کولای چې ټول کار وکړم نو د کور صاحب به ترټلم او ځیني وخت به یم وهلم هم. ما به د کور د صاحب ماشومان لیدل چې ښوونځي ته به تلل خو زه به تل زوریدلم چې زه ولي ښوونځي ته نسم تلای.،،

د یادونې وړ ده چې د ستیارتي خیره موسسې وروسته له هغه نه مهتو وژغوری چې د هغه مور دغې موسسې ته د مرسته دپاره ورغله.

خو په داسې حال کې چې د ستیارتي خیره موسسې او د هغه هلو ځلو زیات شمیر ماشومان ژغورلې دي، اوس هم په هند کې په میلیونو ماشومان د مهتو او انصاري په شان ماشومتوب نلري او ظلم پرې کېږي.

د ماشومانو د شاقه کار د منع قانون تصویب شوی نه دی

سره له دې چې په هند کې قانون د ۱۴ کالو کښته ماشومانو ته د خطرناکه کار اجازه نه ورکوي خو د ماشومانو پرشاقه کار باندې هیڅ ډول رسمي بندیز نافذ شوی نه دی. هغه قانون چې د ماشومانو د شاقه کارونو د مخنیوي دپاره جوړ شوی دی اوس هم د هند په پارلمان کې پروت دی او تصویب شوی نه دی. د دې قانون د نه تصویبېدو له کبله اوس هم په میلیونو ماشومان د سړک پر غاړو، په دوکانونو کې، په مارکېټونو کې، په رستورانټونو کې او په کورونو کې شاقه کارونه کوي او دا کار حتی د هند په پایتخت کې لا رایج دی، د دغه هېواد نورې سیمې خولا پرېږده.

ستیارتي خوشحاله دی چې د نوبل د سولې جایزه د دې سبب سوه چې خلګ د ماشومانو د حالت څخه خبر سي او هیله لري چې د سولې جایزه به د دې سبب سي چې حکومت د ماشومانو دې مهمې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي. ستیارتي وايي چې د هند مشر داسي یو کس دی چې خاکساره دی او د خپل پلار سره یې په ماشومتوب کې په یوه سموات کې کار کوی. هغه وايي چې نریندر مودي د ماشومانو په مسله د نور هر چا نه ښه پوهېږي.

هغه داسي وايي ،،اوس د هېواد صدراعظم مو یو داسي کس دی چې په ماشومتوب کې سمواتچي و. دا اوس د هغه مسولیت دی چې پرې نږدي چې هیڅ یو ماشوم شاقه کارته مجبور کړل شي. صحیح ده چې هر ماشوم صدراعظم کیدای نسي خو حداقل ښوونځي ته خو تلای سي او ښه تحصیلات خو کولای سي.،،

ستیارتي: غواړم ماشوم ماشومتوب سم تیر کړي

د ستیارتي هیله به کلونو ونیسي چې تحقق وموندي خو داسي یو کس ته چې د ماښومانو دپاره یې کار کړی، د نوبل د سولې د جایزې ورکول به د ستیارتي مبارزې ته نوې وینه او انرژي ورکړي.

ستیارتي په خپلې مبارزې کې یواځي نه دی . د ستیارتي د مبارزې سره به هغه ماشومان مرسته وکړي چې هغه ژغورلي دي .

۱۸ کلن انصاري وايي چې تل یې د ماشومانو شاقه کار ته پاملرنه وي او دغې مسلې ته په جديت سره دقت کوي ځکه وايي پر هغه باندې د شاقه کارونو وخت تیر سوی دی او په درد یې ښه پوهېږي. هغه داسي وايي،،کله چې زه په یوه رسټورانټ کې ووینم چې یو ماشوم کار کوي زه هیڅکله هلته ډوډۍ نه خورم. زه د ټولو خلګو څخه غواړم چې د هیڅ داسي شي څخه دي استفاده نه کوي چې په جوړولو کښي یې د ماشومانو څخه کار اخیستل سوی وي.،،

ستیارتي وايي غواړي چې همدغه پیغام یې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېږي او ماشومان وشي کړای چې ماشوماتوب په اصلي معنی تیر کړي.

XS
SM
MD
LG