د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: ټول حمله کوونکي ووژل شول


کندهار: ټول حمله کوونکي ووژل شول

کندهار: ټول حمله کوونکي ووژل شول

نن سهار وختی افغان مامورینو وویل، امنیتی قواوو یې، د طالبانو د هغی جنگی ډلی ټول کسان یې وژلي او یا نیولی دی چې د کندهار په ښار کی دوه ورځی سختی مرگانی حملی وکړی.

دا حمله د شنبی په ورځ ماسپښین پیل شوی وه ، او د یکشنبی په ورځ ناوخته ختمی شوې.

قریب یو شمیر زیات طالب جنگلیالی په دغه حملوکی ووژل شول . په دی کسانو کی اته تنه ځان وژونکی طالبان دی چه دبمونو په چوولو ځانونه ووژل. دغو حمله کوونکو څلور کسه ووژل، د ۴٠ نه زیات زخمی کړل . څلور طالبان ژوندی نیول شویدی.

مقامات وایی زیاتره دا حمله کوونکی هغه کسان وو، چه تیره میاشت د کندهار د زندان نه ، د یوه تونل له لاری چه طالبانو د بهر نه زندان ته ایستلی و، تښتیدلی وو.

XS
SM
MD
LG