د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار چارواکي وايي د غټې چاودنې مخه یې ونیوله


په کندهار ښار کی د ملی امنیت د ځواکونو په هڅه تیره ورځ د یوې لویې چاودنې مخه ونیول شوه.

چاودیدونکی مواد په یوه زرنج موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو. او د کندهار ښار د پنځمی حوزی په مربوطاتو کی په عامه لاره کی د چاودنی له پاره برابر شوي وو.

په کندهار کی د ملی امنیت ریس جنرال محمد نعیم وایي: "چاودیدونکی مواد مخکی د چاودنې څخه د خلکو په مستقیمه همکاری خنثی کړل شول ، خو د چاودیدونکو توکو په تړاو څوک ندی نیول شوي".

له بلې خوا، د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی تابین په کلی کی تیره شپه افغان او ایتلاف ځواکونو د سرک د غاړی ۲۰ بمونه چی د مخالفینو له خوا په عامه لاره کی ځای په ځای شوی وه کشف او خنثی کړی دی .

د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالی په ناخونی کلی کی تیره شپه پولیسو دری تنه وسله وال مخالفین چی بمونه یی ښخول لاس په لاس نیولی دی .

افغان او ایتلاف ځواکونو د وسله والو طالبان یو قوماندان او څو نور ملګري یې تیره شپه د کندهار ولایت د دامان ولسوالی د مربوطاتو څخه د عملیاتو په لړ کې نیولي دي.

د ایتلاف ځواکونو په وینا: د وسله والو نیول شوی قوماندان په چاودنو او بریدونو کی هم لاس درلود.

XS
SM
MD
LG