د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ستر علمي سینمار دپاره چمتوالی


د « ۴۰ کلنو تاریخي پېښو څخه زده کړه». دا د هغه علمي او څېړنیز سیمنار نوم دی چې د ۱۳۵۲ کال څخه بیا تر ۱۳۹۳ لمریز کال پورې د افغانستان سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي موضوعگانې په کې تر څېړنې او بحث لاندې نیول کیږي.

سیمه ييز مقامات وايي، دا لمړی ځل دی چې د افغانستان په کچه په دغه بڼه علمي او څېړنيز سمینار رابلل کیږي.

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي رئیس او د پاچاخان د تحقیقاتي مرکز مشر څېړندوی شېرشاه رشاد وايي چې ددغه علمي او څېړنيز سیمنار ټول ګډون وال ۳۴۲ تنه دي چې ۳۳ تنه يې له بهر څخه رابلل شوي.

په دغو علمي څیرو کې په تاریخي علومو کې وتلي څېړونکي پوهاند حسن کاکړ تر څنګ ډاکتر روستا ترکی، ډاکتر زیرک یار، ډاکتر عالم پایند او ډاکتر زمان ستانیزی په ګډون تر ۱۸ پورې علمي او اکاډیميک شخصیتونه له کاناډا، امریکا او اروپا څخه دغه سیمنار ته دعوت شوي دي .

د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل وايي چې په کندهار کې د افغانستان پر څلوېښت کلن تاریخ باندې ددې عملي او څېړنیز سمینار جوړیدل له معنوي پلوه د کندهار هغه مخکینی برم بیرته را ژوندی کوي چې د علم او فرهنګ په ډګر کې يې درلود.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د ۴۰ کلن تاریخ تر څنګ به د ګاونډیو هیوادونو په ګډون د سیمي د هیوادونو وروستي بدلونونو ته هم پدې علمي او تحقیقاتي سمینار کې کتنه وشي.

په کندهار کې د ۴۰ کالو له تاریخي پېښو څخه د زده کړې علمي او څېړنیز سمینار د لړم د میاشتي له ۱۴ نېټې څخه پیلیږي چې د دغې مياشتي تر ۱۶ پوري به د ۳ ورځو لپاره دوام وکړي.

ددې علمي سیمنیار ټول لګښت د کندهار محلي ادارې او ملي پانګه والو په غاړه اخیستی دی.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG