د لاس رسي وړ اتصالات

ژباړونکی ذکریا کندهاری د شکنجې په تور نیول شوی


دکندهارولايتي مقامات وايي چي د ذکریا کندهاري په نوم هغه افغان ژباړونکی چي ولسمشر کرزي يې دنیولو امرکړی و، د یکشنبې په ماښام په کندهارکې نیول شوی دی .

ذکریا کندهاري چي امریکايي تابعت هم لري په میدان وردګو ولایت کې د امریکا د خاصو قواوو سره د ژباړونکي په توګه کارکړی او په یاد ولایت کې د ملکي خلګو په وژنه باندي تورن دی .

نوموړی ترهغه وروسته چي دمیدان وردګ ولایت اوسیدونکو د۱۶ملکي خلګو دوژني خبره راپورته کړ ، له افغان امنيتي ادارو څخه پټ ګرځیدی .

دکندهاردوالي ویاند جاوید فیصل امریکا ږغ اشنا راډیو ته وويل چي تورن ژباوړونکی يي د کندهارښار په یوه مرکزي سیمه کې نیولی دی .،، د ذکریا کندها ري په نوم کوم ترجمان چي په میدان وردګو ولایت کې د امریکا له خا صوځواکونوسره کارکاوه دولسي خلګوپه وژنه ،شکنجه ،تحقیر باندي تورن دی.

د ده د نیول کیدو امرجمهموررئیس کرزي ورکړی وو، خو دی له میدان وردګوولایت د نړیوالوقوتونو د اډې څخه تښتېدلی وو او پټ به کله چیري کله چیري وو. د ملي امنيت د معلوماتو پراساس د کندهارښار په یوه مرکزي برمخه کې نیول شوی او ترنیول کیدو وروسته سملاسي مرکزته انتقال شوی دی.،،


څه باندي دوې میاشتي مخکې د میدان وردګو ولایت ځایي اوسیدونکو په پلازمېنې کابل کې لاریون وکړاو د هغو ۱۶ کسانوتصویرونه يې له ځان سره لیږدول چي د نړیوالوځواکونوترنیول کیدو وروسته تري تم شوي .

هغه مهال افغان حکومت دپېښي دڅرنګوالي په اړه ويلي وو چي پدې برخه کې ورته معلومه شوې چې د شواهدو پراساس نړیوال عسکر د ملکي افغانانو په شکنجه او زورونه کې لاس لري او حکومت د هغه ژباړونکي دنیول کيدو په لټه کې دی چي د ملکي افغانانو دتښتونې ،وژني اوشکنجې شک ورباندي کيږي .

په تیر کال کې هم ملکي افغانانو اوهم دحکومت عالي رتبه مامورینو د یوشمېر ژباړونکو د ناسم چلندڅخه یادونه کړې وه او د هغوي ناسمي کړني يې د افغان حکومت اونړیوالي ټولني په وړاندي ديوشمېر ولسي خلګو دحساسیت پیدا کیدو اصلي لامل بللی وو.

خو دا ممکن لمړنی ژباړونکی وي چي دخپل جرم له کبله د افغان حکومت له لوري نيول کيږي .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG