د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار برید چا کړی دی؟


په دغه برید کې د اماراتو پنځه خیریه کارکوونکي هم وژل شوي دي
په دغه برید کې د اماراتو پنځه خیریه کارکوونکي هم وژل شوي دي

افغان حکومت وايي د کندهار برید طالبانو کړی، خو له مسولیت منلو یې ځکه انکار کوي چې په اسلامي او په خاص ډول په عربو هېوادونو کې يې پر ضد عامه افکار ونه پاريږي.

خو طالبان وايي برید دوی نه دی کړی بلکې دا د افغان حکومت د خپل منځني اختلافاتو نتیجه ده.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر وايي چې طالبانو د کندهار د ولایت په میلمستون کې د سه شنبې خونړۍ چاودنه د بهرنیانو په لارښونې او مشورې وکړه.

ښاغلی اتمر د چهارشنبې ( جنورۍ ۱۱) په مازدیګر په کندهار ښار کې خبریالانو ته وویل " طالبانو د کابل او کندهار د بریدونو مسولیت واخیست، خو د کندهار یې ځکه نه اخلي چې د مسلمانو هېوادونو ترنظر بد رانشي".

ښاغلی اتمر د هغه پلاوي مشر دی چې د کندهار د چاودنې په اړه د پلټنې لپاره دغه ولایت ته استول شوی دی. په چاودنې کې ۱۱ تنه ووژل شول چې د کندهار د والي پر مرستیال سربېره د متحدو عربو اماراتو پنځه خیریه کار کوونکي هم په کې وو.

تر دې مخکې د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق هم طالبان تورن کړل چې دا برید یې کړی.

د طالبانو-اماراتو اړیکې

په ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې متحده عرب امارات پر پاکستان او سعودي سربېره درېیم هېواد و چې په افغانستان کې یې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژنده او همدا اوس هم ویل کیږي، چې ډېر طالب مشران له عربو شیخانو سره نژډې اړیکې لري.

پر دې سربېره داسې راپورونه هم شته چې ځیني عرب شیخان له طالبانو سره مالي مرستې کوي.

په همدې حال کې وحید مژده چې د طالبانو پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت مامور و او د طالبانو د فعالیتونو په اړه معلومات لري، وايي نه پوهیږي، چې دا کار به طالبانو کړی وي کنه، خو ټېنګار کوي چې د والي میلمستون ته د بمونو انتقال د عادي سړي کار نه دی.

ښاغلي مژده امریکا غږ اشنا ته وویل چې ده د کندهار د والي میلسمتون لیدلی دا ډېره سخته ده چې د هغه منځ ته دې دومره چاودېدونکي توکي انتقال او پر یوې مهمې غونډې دې برېد وشي.

هغه شک لري چې ممکن دا د اخلي کړیو کار وي.

اخوا د بینوا د ټولنې مشر خالد هادي هم شک لري چې دا کار طالبانو نه دی کړی. ښاغلی هادي چې د کندهار ولایت یو مدني فعال بلل کیږي خو په امریکا کې اوسیږي، تور لګوي چې هلته ځیني کورنۍ، زورواکان او جنګسالاران شته چې په لوی لاس د حکومت پر ضد فعالیتونه کوي او هغه خلک په نښه کوي چې د قانون حاکمیت ته ژمن وي.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل چې " دغه مافیايي کړۍ" نغواړي په کندهار کې حکومت او قانون حاکم وي، ځکه چې په خبره یې د قانون حاکمیت د هغوی زورواکي او بې قانوني ختموي.

که څه هم تر دې مخکې په افغانستان کې په دا ډول بریدونو کې یو شمېر چارواکي او مخور کسان وژل شوي، خو د کندهار برید ځکه د خپل ډول لومړنۍ بلل کیږي چې تر سختو امنیتي تدابېرو لاندې یوه غونډه او بهرني ډيپلوماتان یې په نښه کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG