د لاس رسي وړ اتصالات

د عینو مېنه د چاودنو تلفات اکثره ملکیان دي


Archive
Archive
د کندهار ښار د عینو مېنه په سیمه کې د دوو بمي چاودنو په نتیجه کې لږ تر لږه 7 کسه وژل شوي او ۴۷ کسه ټپیان شوي دي. چاودنې په سمیه ایز وخت د ماښام پر ۸ بجو باندي رامنځ ته شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې لومړی چاودنه د یوه موټر سایکل والا له خوا د پولیسو پر رینجر موټر شوې او دویمه چاودنو څو دقیقو وروسته په عین سیمه کې د یوه ځای په ځای سوي ماین د انفجار په نتیجه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د عامې روغتیا د ریاست ریْس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي چې د پېښې په تړاو ۴۵ کسه د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي.

د عینو په مېنه کې د جمعې په ورځ زیات شمیر عام خلګ د تفریح په خاطر راغونډیږي. د سیمه ایزو چارواکو له خولې د پېښې اکثره قربانیان بې ګناه ملکیان دي چې ماشومان هم په کښي شامل دي.

داسي معلومېږي چې د چاودنې هدف د پولیسو رنجر موټر وو چې دوه تنه پولیسان په کښي وژل شوي دي.

تراوسه پوري چا د پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو سیمه ایز چارواکي وايي چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پيل کړي دي .
XS
SM
MD
LG