د لاس رسي وړ اتصالات

رازق: د عېنو مېنې بریدونه د کوټې شورا کړي


د کندهار امنيه قومندان وايي چي د دې ولایت ماښامنۍ ځان وژونکې حملې له بهره پلان شوي وې اودکوټي شورا په کښي لاس درلودی.

د جمعې په ماښام په غبرګوموټربم چاودنو کې د کندهار په سل ګونو کورنيوو کې يوځل بیا د غم ټغروغوړوی.

په دواړو ځان وژونکو حملو کې په دقيق ډول ټول ټال ۹ تنه وژل شوي چي ۳ يې پولیس او۶ يې ملکي خلک دي. په دې پېښو کې ۶۴ کسه ټپیان سوي هم دي چي ۸ پکښي پوليس اوپاته نور ټول ملکيان دي .

داپېښه چي جمهورريس کرزي هم په کلکوټکو سره وغندل په قربانيانوکې يې آن ۲ کلن کوچني ماشومان هم شامل دي .

دکندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق امریکا ږغ اشناراډیو ته وويل چي په کندهارکې ديوه عصري ښارګوټي په دننه کې شوي ځان وژونکې حملې له تیري يونيمي میاشتي راهيسې له هیواده بهرپلان شوي وې .

دی زیاتوي چي په یاده موده کې يې درې ورته پېښي له رامنځ ته کیدو څخه مخکې شنډي کړي دي .،،د کوټې شورا او د آی اس آی مزدوارن په دې باندي اخته وه چې په عینو مېنه کې څه ډول د عام ملکیان دپاره یو وحشت رامنځ ته کړي. په هغه کې د دوي پلانونه دوه درې واري د استخباراتي ارګانونو له خوا شنډ سوي وو. د دوي انتحاریان نیول شوي موټر سایکلان یې نیول شوي دي خو بالاخره دوي په عېنو مېنه کې حمله وکړه او د عامو خلګ ترمنځ یې چې د تفریح په خاطر په چمنانو کې راټول شوي وو، چاودنې وکړې.،،

عينو مېنه د سرسبزيو اوتفريحي پارکونو په لرلوسره دښارمشهوره سیمه ده اوله امنيتي پلوه هم دښار له ترټولوخوندي ځايونوڅخه ده .

دلته سل ګونه کسان له خپلو اولادونوسره يوځای دجمعې دورځي په رخصتي له کورونوڅخه راوتلي وو.

جنرال رازق وايي چي ګاونډيان په هیڅ صورت دافغانستان په پرمختګ خوشحاله ندي .،،په ډیرو منطقو کې د عېنو مېنه یو عصر ښارګوټی دی. د افغانانو هیڅ یو تعمیر، د افغان نوي کالي، د افغان جوړ سړک دا د پنجابیانو دپاره د ځغم وړ خبره نه ده.،،

عينومېنه دمجللو اوښکليوذودانيو په لرلوسره دافغانستان په جنوب کې ترټولو يو ښه اوعصري ښارګوټی دی .

دځینوکتونوپه باور چي دا په تیرو ۱۲ کلونو کې دافغانستان په سطحه يوه بریالۍ پروژه ده چي په خصوصي پا نګه ونه عملي شوې ده.

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG