د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د برید ناڅرګند اړخونه


په دغه برید کې د اماراتو شپږ ډیپلوماتان او د والي معاون هم ووژل شول
په دغه برید کې د اماراتو شپږ ډیپلوماتان او د والي معاون هم ووژل شول

په کندهار کې څو میاشتې مخکې د والي په میلمستون کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د متحده عربي اماراتو د شپږو ډیپلوماتانو او د والي د مرستیال په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل، والي او یو شمېر نور یې سخت ژوبل کړل.

افغان حکومت وايي برید طالبانو کړی، خو طالبان یې نه مني.

اصلي کیسه څه ده

له چاودنو څو دقیقې مخکې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق له کوټې څخه ووت. جنرال رازق وايي چې د لمانځه لپاره بلې خونې ته ولاړ خو ځیني افغان چارواکي وايي جنرال د سکرټ څکولو لپاره دباندې ووت.

ډېر خلک شک لري چې له چاودنو څو دقیقې مخکې له خونې نه د جنرال رازق وتل یو تصادف وو او که کومه بله خبره؟

د جنرال رازق کسان د والي د کور د دریو کمربندونو امنیت ساتي. نیویارک ټایمز وایي ځیني کسان په دې باور دي چې د جنرال رازق او والي همایون عزیز ترمنځ اړیکه ښه نه ده، ځکه د کندهار والي هڅه کوي چې د رازق د واک انحصار محدود او سیاسي فضا ښه او بدله کړي.

د افغان چارواکو پلټنې ښيي چې دا برید د پاکستان په کوټې کې د طالبانو شورا تنظیم کړی و. چارواکي وايي په برید کې د والي اشپز لاس لري چې له څه باندې یوې لسیزې راهېسې د پېسو په بدل کې طالبانو ته معلومات ورکوي.

دغو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دغه برید لپاره له څو میاشتو دمخه پلان نیول شوی و. د متحدو عربو اماراتو او امریکايي چارواکو ګډې پلټنې ښودلې چې په سیمه کې اپراتیفي ډلې پوهېدې چې په میلمستون کې د متحدو عربو اماراتو میلمانه دي او لږ تر لږه دوه وارې دا خبره د کوټې شورا ته هم شوې ده.

جنرال رازق وايي "ښايی هدف به یې موږ وو، خو کوټې ته ویل شوي وو چې د اماراتو خلک به هم په غونډه کې وي. شک نشته چې پاکستان او طالبان له اماراتو سره ښې اړیکي پالي، خو موږ اسناد لرو چې پاکستان دا برید پلان او طالبانو پلی کړ".

ځیني لویدیځوال او هغوی چې دا پېښه پلټي، وايي یو بل احتمال دا هم کېدی شي چې د کوټې شورا ته به د عربو میلمنو په اړه خبر ورکړی شوی وي، خو اشپز به نه پوهېده چې دا میلمانه څوک او څومره مهم دي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې چې دوی له متحده عربي اماراتو سره هېڅ ستونزه نلري.

حافظ مجید د جنرال رازق زوړ غلیم

افغان چارواکي وايي د دغه برید په پلانولو کې حافظ مجید هم دخیل دی. دی د کوټې شورا یو مخکښ غړی او د طالبانو د مشر سلاکار دی.

حافظ مجید له جنرال رازق سره مخکنۍ تربګني لري. هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د جنرال رازق د تره، عصمت مسلم، مړی له قبر څخه وویست. عصمت مسلم د کمونستانو پر مهال د ملېشو مشر و او حافظ مجید ویل چې د عصمت مسلم مړی فضا خرابوي.

د والي اشپز

نیویارک ټایمز وايي پلټونکو د والي له اشپز سید محبوب اغا هم تحقیقات کړي دي. سید محبوب اغا، د هغه پلار او اوس یې زامن د کلونو کلونو لپاره د کندهار د والي په کور کې اشپزي کوي.

له برید وروسته لسګونه کسان ونیول شول چې محبوب اغا او دوه زامن یې هم په کې شامل دي. د هغه ورور سید اغا وايی دا حیرانونکې ده چې د هغه ورور دې په دغه برید کې لاس ولري.

هغه وايي امنیتي ځواکونو یې پر کور دوه وارې چاپه ووهله چې شواهد او اسناد پیدا کړي. د جنرال رازق یو قوماندان د محبوب اغا یو مشکوک زوی ټوله ورځ په ونې کې ځوړند کړی و.

خو سید اغا وايي چې داسې هیڅ شواهد نشته چې په دغې چاودنې کې د هغه د ورور لاس لرل وښيي. هغه وايي که هر چا دا اسناد پیدا کړل، را دې شي او زموږ ټوله کورنۍ دې په دار کړي.

خو، یو چارواکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې محبوب اغا په ټول تحقیق کې په پېښې کې لاس لرل رد کړي وو، مګر د ملي امنیت هغه جاسوس ته چې د بندي په توګه له ده سره یو ځای ساتل کېده، د خپل زړه خبره کړې او ویلي یې دي چې په برید کې لاس لري.

یو چارواکي وویل چې سید محبوب اغا ومنله چې چاودېدونکي توکي یې د میوو په یوه کریټ کې د والي میلمستون ته ننویستل، خو وايي چې خپل ارتباطي کس ته یې وویل چې په میلمنو کې عربان هم شته، خو هغه ورته وویل، په خبرې پسې مه ګرځه او خپل کار کوه.

یو بل چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي چې له محبوب اغا سره د دغه برید په بدل کې د ۳۰۰۰۰ ډالرو ژمنه شوې وه. له چاودنې شاوخوا دوه میاشتې وروسته والي همایون عزیز بېرته کندهار ته را ورګرځېده او خپله دنده یې پیل کړه.

خو لا هم معلومه نه ده چې متحده عربي امارات په دې قانع شوي وي چې برید طالبانو کړی که نه، که قانع شوي وي، د طالبانو ضد عکس العمل به یې څه وي؟

XS
SM
MD
LG