د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار کې د ناټو په اډې برید کړی


افغان ماموران وايي، طالبانو د امریکا په یوه نظامی اډه باندی د کندهار په ولایت کې برید کړیدی .

پرون دسه شنبی په ورځ دغه برید د کندهار په هوايي میدان باندی د راکټونو په وارولو پیل شو او یو ساعت یې دوام وکړ، خو بریدونکی پدی بریالی نشول چې دغې هوايي اډې ته ورننوځي.

چارواکي وايي، حمله کوونکو ځانمرگه واسکټونه هم اغوستی وو.

افغان ماموران وايي، په دغه برید کې د ناټو یو عسکر زخمی شوی او ټول برید کونکی وژل شوي دي.

طالبانو د می په میاشت کې هم د کندهار په هوايې میدان باندی برید کړی وو.

ناټو د سه شنبی په ورځ وویل، د افغانستان په ختیځ کې د دوی یوعسکر د یاغیانو په برید کې ووژل شو خو د ائتلاف قواو پدی باره کې نور تفصیل ورنکړ.

XS
SM
MD
LG