د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې درې تنه د غلا او قتل په تورونو په اعدام محکوم شوي دي


په کندهارکې يوې لمړنۍ محکمې دغلا او قتل په تور د۲ پولیسو په ګډون ۳ تنه په اعدام محکوم کړل . دمحکمې موظف قاضي د۳ واړو کسانو په اړه د څارنوال لګېدلې تورنه تائید کړل خو د محکمې فيصله يې وروستۍ ونه بلله .

دغلا او وژنې په تور ۳ واړه کسان ۴ مياشتي وړاندي د پوليسوله لوري دکندهارپه تخته پل والسوالۍ کې نيول شوي .

دقضيې موظف څارنوال د صورت دعوې د لوستلو پرمهال وويل چي تورنوکسانو لمړی يوکورولا موټر کرايه کړی وو ،خودغلا په هدف يې دهغه چلونکې وژلی دی.

وژل شوی موټرچلونکی دکندهار د دامان والسوالۍ اوسیندونکی و اوپه اعدام محکوم شوي کسان بيا دکاپيسااوپروان ولايتونو اوسيدونکې دي چي ۲ تنو يې په هلمند کې دعامه نظم دپوليسوپه ليکوکې دنده ترسره کوله .

دقضيې څارنوال زیاته کړل چي دمقتول د جسد غورځولو پرمهال دپوليسو يوې سياري ګزمې دا کسان ليدلي اوله هغه وروسته يې له وسلې سره يوځای نيولي دي .

دتورنو کسانوڅخه يې ۲ تنو منلې چي قتل يې کړی دريم تن يې بيا ځان بې ګناه ياد کړی دی.
خوداتبدايه محکمې قاضي بيا ددواړو خواوو د دلايلوتراورويدو وروسته دمحکمې دپريکړې پرمهال ۳ واړه کسان دغلا او وژنې په جرم ګرم وبلل اود اعدام سزا يې ورته اعلان کړه .

قاضي په عيني وخت وویل چي تورن کسان د مرافعه محکمې په ګډون ۲ نوري محکمې هم په وړاندي لري اوکولای شي چي د خپلي سزا په اړه پکښې خپله دعوه مخې ته يوسي.

که څه هم تردې وړاندي به داعدام دسزا په اړه د محکمو دپریکړو خبرونه درسنيوله لاري ترخلګورسيدل خودعملي کيدو په اړه يې شکونه موجود وو .

خوڅواونۍ وړاندي دغلا،تښتونو،قتل اونور جرمونو په تور د۱۶ تنواعدام دا يقيني کړه چې اوس افغان دولت د جرايمو دمخ نيوي لپاره داعدام سزاهم عملي کوي .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG