د لاس رسي وړ اتصالات

قندهار کې د سپو جنګولو میله کې ۸ تنه ووژل شول


قندهار کې د سپو جنګولو میله کې ۸ تنه ووژل شول
قندهار کې د سپو جنګولو میله کې ۸ تنه ووژل شول

د افغانستان دولتي مامورین وایي د قندهار په ولایت کې د بم په دوه چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان هغه وخت ووژل شول چی کله دوی د سپو د جنگ ننداره کوله.

د چارواکو په قول دا پیښه د قندهار په ارغنداب ولسوالئ کی شویده.

پولیس وایي چې دی چاودنو کې پنځه پولیس هم ژوبل شویدي.

تر اوسه چا د دې چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو په عموم کې طالبان د سپو جنگول غیر اسلامي فعل بولي.

د سپو جنگول په جنوبي برخو کې یوه عامه مشغله گڼل کیږي.

له دې یوه ورځ مخکې په شمالي ولایت فاریاب کې د بزکشی په یوه میله کې ځانمرګې حمله شوه او خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG