د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ولایت مرستیال په ځانمرګي برید کې ووژل شو


د کندهار د ولایت مرستیال په ځانمرګي برید کې ووژل شو

د کندهار د ولایت مرستیال په ځانمرګي برید کې ووژل شو

چارواکو وویل چي بم چونکي چی په موټر سایکل باندي سپور و، نن د شنبې په ورځ د کندهار د والي عبدالطیف آشنا موټر ته هغه وخت بم وچاوه چي هغه د خپل دفتر خوا ته روان و.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکوي چي طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د کندهار د والی د مرستیال په وژلو سره داسی اندیښنی راپورته شوی چی یاغیانود دولتی کارکونکو د وژلو کمپین پیل کړی دئ.

ورځپاڼه لیکی چی طالبانو د هغی حملی مسؤلیت په غاړه اخیستئ چی عبدالطیف آشنا پکی ووژل شو او د هغه درۍ تنه ساتونکی زخمی شوی، دا پیښه په داسی حال کی رامنځته شوه چی هغه خپل کار ته روان ؤ. ورځپاڼه لیکی چی په دی څو میاشتو کی دا تر ټولو یوه غټه حمله وه چی په یوه جګپوړي حکومتی چارواکی باندی وشوه.

ورځپاڼه زیاتوی چی په کندهار او شاوخوا سیمو کی د٢٠١٠ م کال د اپریل په میاشت کی د کندهار د ښاروال مرستیال په داسی حال کی په قتل ورسید چی په جومات کی یی لمونځ کاوه او بیا شپږ میاشتی وروسته د هغه په ځای چی بل څوک مقرر شوئ ؤ ، هغه هم په قتل ورسید ، خو په دی وروستیو وختونو کی چی افغان او د ناتو قواوو د کندهار په شاوخوا سیمو کی عملیات پیل کړی وو، دا ډول پیښی یو څه کمی شوی وی.

ورځپاڼه لیکی خارجی قواووی غواړی چی په کندهار کی چی د طالبانو اصلی ټاټوبئ دئ د امنیت په ښه کولو سره د بهتره حکومت دارۍ او خلکو ته د حکومت د خدمتونو د عرضه کولو زمینه مساعده کړی ، خو د طالبانو لخوا د دولتی کارکونکو ، قومی مشرانو ، سپین ږیرو او نورو مخورو اشخاصو وژنه دی هدف ته رسیدل د ستونزو سره مخامخ کوي.

ورځپاڼه لیکی چی جمهور ریس کرزي او په افغانستان کی د امریکا سفیر کارل ایکنبری د عبدالطیف آشنا قتل وغانده.

امریکایی پوځی چارواکی وایی چی د افغانستان په جګړی کی چی لسم کال ته داخلیږی د کندهار په ولایت کی عملیات د ډیر اهمیت وړ دي.

ورځپاڼِه لیکی چی امریکا په دی وروستیو وختونو کی چی کوم اضافی عسکر افغانستان ته لیږلی هغوی تقریبآ ټول په کندهار او هلمند کی متمرکزه شوی او د دی اضافی عسکرو سره په افغانستان کی د امریکایی عسکرو شمیر سلو زرو ته ورسید.

ورځپاڼه لیکی چی یاغیان معمولا په ژمی کی د سرحد نه اوړی او په پاکستان کی راټولیږی. خو امریکایی قوماندانان وایی چی یاغیان کمزوري شوی دي.

XS
SM
MD
LG