د لاس رسي وړ اتصالات

اسدالله خالد د کندهار له برید نه روغ ووت


اسدالله خالد د کندهار له برید نه روغ ووت
اسدالله خالد د کندهار له برید نه روغ ووت

چارواکي وايي چې نن د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان د سرحداتو او قبایلو د چارو وزیر اسدالله خالد وايي چې هغه پېښې ته نږدې و او د حملې هدف هم هغه و خو چارواکي وايي داسي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې وښيي د برید اصلي هدف د قبایلو او سرحداتو د چارو وزیر اسدلله خالد و.

په دې چاودنه کې لږ ترلږه لس کسه ټپیان شول.

د کندهار نظامي مرکز کې ځانمرګی برید

په یوې بلې پېښه کې یو ځانمرګه برید کونکي چې د افغان ملي پوځ یونفورم یې اغوستی و د کندهار ښار د پوځ په یوه مرکز باندي برید یې برید کړی. دغه کس یاد شوي پوځي مرکز ته ورننوتی دی او هلته یې په ځان پوري تړلي چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی.

رپوټونه وايي چې په پېښه کې خپله برید کونکی او د پوځ یو ساتونکی وژل شوی دی. دغه راز دوه تنه سترتیري ټپیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG