د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پوهنتون کې په چاودنې دوه محصلین وژل شویدي


د کندهار پوهنتون کې په چاودنې دوه محصلین وژل شویدي

د کندهار پوهنتون کې په چاودنې دوه محصلین وژل شویدي

چارواکو ویلي دي چې د کندهار په پوهنتون کې دوه محصلین په یوې چاودنې کې وژل شوي او لږ تر لږه دوه تنه نور زخمي شویدي.

عیني شاهدان وایي چې یو بم په کوم موټرسایکل باندې تړل شوی ؤ او دوهم بم هغه وخت وچول شو چې خلک د لومړۍ بم چاودنې ځای ته ورغلي وو.

افغان پولیس وایي چې په قربانیانو کې یو تن هغه محصل ؤ چې د کندهار د پولیسو دقوماندان دفتري کارونه یې کول.

نن د شنبې په ورځ په افغانستان کې د بمونو چاودنې شویدي چې پدې سره پدغه جنګ ځپلي ملک د وژل شویو کسانو شمیر زیات شویدی.

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو څلور عسکر وژل شوي، او ایتلاف ویلي دي چې هغه د سړک د غاړې د بم چاودنه وه.

مخکې ناټو ویلي ؤ چې دوه عسکر یې د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې په بیلو بیلو پیْښو کې وژل شوي وو.

دا چاودنه نن د شنبې په ورځ شویده.

XS
SM
MD
LG