د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرازق: دښمن غواړي په جنوب کې لوی مرکز جوړ کړي


جنرال عبدالرازق وايي، د کندهار د شمالي ولسوالیو په ګډون د اروزګان او هلمند ولایتونو ترمنځ د نشه يې توکو د ترانزیټ او انتقال ټولې لارې له غورک څخه تیریږي.
جنرال عبدالرازق وايي، د کندهار د شمالي ولسوالیو په ګډون د اروزګان او هلمند ولایتونو ترمنځ د نشه يې توکو د ترانزیټ او انتقال ټولې لارې له غورک څخه تیریږي.

امنیتي مقامات وايي، د وسله والو مخالفینو تر څنګ د نشه یي توکو مافیايي ډلې غواړي چې په غورک ولسوالۍ کې دولتي حاکمیت له منځه یوسي.

ځايي مقامات وايي، د کندهار غورک ولسوالي د سقوط له ګواښ څخه ژغورل شوې، خو د ولسوالۍ د ودانۍ په ۲ کیلو میترۍ کې جګړه دوام لري.

امنیتي مقامات وايي چي د دولت د وسله والو مخالفینو تر څنګ د نشه یي توکو مافیايي ډلې هم غواړي چې په غورک ولسوالۍ کې دولتي حاکمیت له منځه یوسي.

د کندهار ښار په شمال لویدیځ ۱۷۰ کیلو میترۍ کې له اروزګان او شمالي هلمند سره وصل د کندهار د غورک ولسوالي پوره یوه میاشت د سختو جګړو او درنو تلفاتو شاهده وه.

د سیمې اوسیدونکو د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل ته ویلي دي چې دوی پخپله "چیچنیایان او وزیرستانیان" لیدلي او همداشان په جگړه مارو کې د داعش وسله وال هم پکې شته چې تور بیرغونه ورسره دي.

د غورک ولسوالۍ مرکز د امنیتي قواو تر کنترول لاندې دی خو د پوليسو مخکنۍ قومانداني لاهم د دولت له وسله والو مخالفینو سره ده.

امنیتي مقامات وايي چې له تیرو ۳ اونیو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو او دولتي سرتیرو ترمنځ د سختې جګړې په ترڅ کې شاو خوا ٦٠ وسله وال مخالفین او څه دپاسه ٣٠ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له امریکا غږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې د غورک ولسوالۍ د بشپړه تصفيې لپاره یې تازه دمې قواوی ځای پر ځای کړي او د وسله والو برید کوونکو پر ضد به پراخ عملیات تر سره کړي.

جنرال عبدالرازق وایي "دښمن غواړي چې دلته د جنوب په سطحه لوی مرکز جوړ کړي، خو زموږ عملیات تاسې وینی چې لاهم جریان لري او حاکمې نقطې مو ټولې نیولي او دا به دوام داره عملیات وي."

هغه وايي چې د کندهار د شمالي ولسوالیو په ګډون د اروزګان او هلمند ولایتونو ترمنځ د نشه يې توکو د ترانزیټ او انتقال ټولې لارې له غورک څخه تیریږي.

جنرال عبدالرازق زیاتوي چې له همدې کبله د نشه يي توکو مافیايي ډلي غورک ولسوالۍ ته خاص اهمیت ور کوي او د دولت د وسله والو مخالفینو ټول مالي جګړیز امکانات هغوی برابره وي.

له بلې خوا که څه هم چې د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې د لومړنيو ټولنیزو خدماتو لکه د روغتیایي چارو او ښوونځيو د نشتوالي ستونزې مودې دي خو په غورک ولسوالۍ کې ځايي خلګ له دې ټولو څخه محروم دي او تازه جګړو يې کرهڼې ته هم لوی زیانونه اړولي دي.

اکثریت کلي له خلګو څخه تش او ډیر کم خلګ د انارو د باغونو د حاصل لپاره په خپلو سیمو کې پاته دي. خو د کاریزونو پر اوبو ولاړه باغداري د ۳ وروستیو اونیو جګړې سخته اغیزمنه کړې او باغداران وايي چې د کال ټوله خواري يې له منځه تللې ده.

په یو تازه اقدام کي د غورک ولسوالۍ د نا امنیو په اړه د کندهار ولایتي نظامي شورا پریکړه کړې چي د ملي اردو او پوليسو هغه منصبداران به نظامي څارنوالۍ ته معرفي کړي چې د غورک ولسوالۍ په امنیت کي پاته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG