د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار والي بېرته کار پیل کړ، هغه چاودنې کې ژوبل شوی و


همایون عزیزي څه موده مخکې د کندهار ولایت په یو میلمستون کې په یوې چاودنې کې ژوبل شو
همایون عزیزي څه موده مخکې د کندهار ولایت په یو میلمستون کې په یوې چاودنې کې ژوبل شو

د کندهار والي همایون عزیزي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې په یوې چاودنې ټپي شوی و، په فرانسه کې له درملنې وروسته د شنبې په ورځ بیرته کار پیل کړ.

ښاغلی عزیزي د پنجشنبې په ورځ له فرانسې کابل ته راغلی وو.

د کندهار والي همایون عزیزي په خپل دفتر کې یوې غونډې ته وویل، چې افغانان د سمه ییز او نړیوال تروریزم قربانیان دي. ښاغلي عزیزي وویل چې د افغانستان دښمنان به له ماتې سره مخ شي او افغانان به خامخا بریالي کیږي .

نوموړي وویل "زموږ د هیواد دښمنانو ته خبر داری ورکوم چې که هر څومره حملې وکړئ زمونږ اراده به کمزورې نه کړئ ، د دښمن له هرڅومره ګواښونو سره سره به خپل هیواد پرمختګ ته دوام ور کوو".

د والي په میلمستون کې چاودنه

څه موده مخکې د کندهار د والي په میلمستون کې په یوې چاودنې کې د متحدو عربو اماراتو د ځینو دیپلوماتانو په ګډون یو شمېر کسان ووژل شول، او والي همدغلته سخت ژوبل شو.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وویل چې د متحده عربي اماراتو د ديپلوماتانو په ګډون افغانستان هم خپل ډېر تکړه شخصیتونه پدې پېښه کې له لاسه ور کړي او دا په کندهار کې د خپل ډول یوه ډیره بده او دردونکې پیښه وه.

ښاغلي خاکریزوال وویل " برید د افغانانو کار نه وو او د زموږ د وطن او خاورې سره لویه جفا وشوه، د والي بیرته راتګ خلکو ته هیله ورکړې او د یوه ښه مدیر په توګه يې د کندهار خلک تود هرکلی کوي".

په دې غونډه کېد کندهار عالي دارالمعلمین د دې ولایت د وژل شوي مرستیال والي عبدالعلي شمسي په نوم ونومول شو، ښاغلي شمسي همد په برید کې ووژل شو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG