د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د حج او اوقاف رئیس ووژل شو


په کندهار کی د چاودنی له امله د حج او اوقاف د رئیس په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټبیان دي .

چاودیدونکی مواد چی په یوه موټرسایکل کی ایښودل شوي وو، نن د غرمی مخکې، په لسو بجو هغه و خت د اوقافو ریاست مخی ته د لرې فاصلی څخه وچاودول شول چې محمد حسن تیموري، د کندهار ولایت د حج او اوقافو رئیس خپل دفتر ته د ننوتلو په حال کې وه.

د امنیتی چارواکو په وینا په پیښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا ددې پیښې مسولیت نه دی اخیستی.

په کندهار کې امنیتي مسوولین وايي، تر اوسه د چاودنې په تور څوک ندی نیول شوی.

کندهار د طالبانو یو قوي مرکز گڼل کیږي او یاغیان د حکومت پر چارواکیو او ادارو باندی بیا بیا پکې حملی کوي.

رپوټ وايي چې طالبانو تیره میاشت د ناټو پر قواوو باندې بریدونه جاري وساتل او په دې ترڅ کې یې٨٠ تنه نړیوال عسکر ووژل. په دې جمله کې ٥٦ امريکايي عسکر شامل وو. د

امرېکا ٦ تنه عسکر دسه شنبی په ورځ ووژل شول. څلور تنه د لوگر په ولاېت کې د سړک د غاړی په بم وژل شويدي.

ناټو د چارشنبی په ورځ ووېل چې د ایتلاف قواوی د طالبانو په هغه قوماندان پسی پل اخیستی دی چې د لوگر په برېد کې لتاړدی.

د ناټو ایتلاف دا هم وايي چې مشترکو قواو ١٦٠ یاغیان تېره میاشت وژلي دي او تر ٥٠٠ نه زیات یې توقیف کړیدي.

XS
SM
MD
LG