د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او کندهار کې حکومتي مامورین وژل شوي


هلمند او کندهار کې حکومتي مامورین وژل شوي

هلمند او کندهار کې حکومتي مامورین وژل شوي

افغان مقامات وایي، وسلوالو سړیو په هلمند او په ګاونډي ولایت کندهار کې دوه محلي حکومتي مامورین په جلا حملو کې وژلي دي.

چارواکي وایي، حمله کوونکي په موټر سایکل باندې سپاره وو، د هلمند د ولایت د ګرشک د ولسوالۍ څارنوال یې نن په داسې وخت کې وویشت چې کار ته روان و.

افغان امنیتی کسانو ددې دوه وسلوالو د پیدا کولو دپاره، چې تښتیدلي دي پلټنه شروع کړیده.

همدا شان په ګاونډي ولایت کندهار کې وسلوالو د کرنې د څانګې مسول مامور وژلی دی.

هیچا ددې قتلونو مسولیت په غاړه نه دی اخستی. خو طالبانو په دې وروستیو وختونو کې د حکومتي مامورینو وژلو ته ځکه زور ورکړیدی، چې وایي په ملک کې د امریکا تر رهبرﺉ لاندې د ناټود قواوو سره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG