د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د کندهار صحي کارکوونکي تښتولي


د افغانستان حکومتی ماموران وايي چې ټوپکولاو په کندهار کی دعامی روغتیا د وزارت څو تنه کارکوونکي نن تښتولي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ددغو مامورانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د تیرو څو میاشتو راهیسې د تندروانو له خوا سړي تښتونې، وژنې او بم چونې په داسې حال کې زیاتې شوي دي چې د افغانستان او ناټو عسکر کوښښ کوي طالبان له کندهار نه وباسي.

د کندهار په گاونډي ولایت اروزگان کې ناټو وايي، تندروانو د سه شنبې په ورځ د تالاشئ په یوې پوسته باندې په ډزو کې یو قومي مشر وژلی دی.

قواوو ویلي، صالح محمد د خاص اروزگان د ولسوالۍ د قومي شورا غړی وو او د هغو افغان چارواکو په کتار کې وو چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر غواړي چې ویې وژني.

په عین وخت کې جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا یو جنجالي پلان منظور کړی دی.

ددغه پلان په اساس متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې طالبانو سره د جنگ لپاره په محلي سطحه یوه دفاعي قوه تیاره کړي.

دا خلک به د محلي پولیسو په شکل وي او هماغه شان کار به کوي لکه چې قومي ملیشې یې کوي.

د کلیو په سطحه به فعالیت کوي او د امنیت په ساتلو کې به د عسکرو او پولیسو کار اسانوي.

ښاغلي کرزي وویل، دغه نوې قوه به د کورنیو چارو د وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

جمهور رئیس کرزي ډیر مخکې ددې ډول قوې د جوړیدلو لپاره د واشنگټن د غوښتنې په مقابل کې مقاومت کړی وو او دا اندیښنه یې ښکاره کوله چې شاید دغه قومي ملیشه به د افغانستان د مرکزي حکومت کنترول او واک ته نقصان ورسوي.

خو د امریکا ددفاع وزارت پرون ناوخته ددې پلان دفاع وکړه او ویې ویل چې دا یو موقتي اقدام دی چې هدف یې په هغو سیمو کې د امنیت راوستل دي چې پولیس او پوځ په کې موجودیت نه لري.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند نن هغه خبرونه رد کړل چې په کې ویل شوي وو د قومي ملیشو دجوړولو د پلان په سر د ښاغلي کرزي او په افغانستان کې د امریکايي قواوو د عمومي قوماندان ډیویډ پیټریس په منځ کې غټه شخړه راپورته شوې وه.

XS
SM
MD
LG