د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ښاروال ووژل شو


د کندهار ښاروال ووژل شو

د کندهار ښاروال ووژل شو

چارواکي وایي د کندهار ښاروال، غلام حیدر حمیدی، نن په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

یوه برید کوونکي په خپله پګړۍ کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي و او ښاغلي حمیدي ته نږدې یې خپل ځان منفجر کړ چې له امله یې د ښارول په ګډون یو بل کس هم ووژل شو.

خبري رپوټونه وايي چې حمیدي د ښار د یوې ناحیې له خلکو سره د ځمکې د شخړې په سر مجلس درلود چې دا برید وشو.

د کندهار ښاروال چې په متحدو ایالاتو کې یې ژوند کاوه څو کاله وړاندې د جمهور رییس حامد کرزي په بلنه افغانستان ته ورغی.

رپوټ وايي د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړېده چې د کندهار ښاروال وژل د دوی په اهدافو کې شامل و. دا کار هغوی وروسته له دې وکړ چې ښاروال هغه دوه کورونه وران کړل چې د ښار د چارواکیو د ادعاله مخې په غیر قانوني توګه جوړ شوي وو او د کورونو د ورانولو په ترڅ کې دوه ماشومان ووژل شول.

ښاروال غلام حیدر حمیدي په داسې وخت کې وژل کیږي چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي میرنی ورور د کندهار په ښار کې په خپل کور کې ووژل شو.

افغانستان ته د امنیت سپارنه

په داسې حال کې چې ناټو په یو شمېر سیمو کې افغان امنیتي ادارو ته امنیتي مسوولیتونه سپاري دغه ډول مرګ ژوبله زیاته شوېده.

رپوټ وايی چې ۳۳ زره امریکايي قواوې دې ته چمتو دي چې له افغانستان څخه د ۲۰۱۲م کال تر سپتمبر پورې ولاړې شي. تېره اونۍ د افغانستان د ۷ سیمو امنیت د افغانستان امنیتي ادارو ته وسپارل شو.

رپوټ وايي چې د ناټو ډیرې قواوې به د ۲۰۱۴ م تر پای پورې له افغانستان څخه ولاړې شي.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د افغانستان امنیتي قواوو هغه دسیسه شنډه کړله چې د کابل پر هوايي میدان باندې یې برید کاوه.

د ملي امنیت وزارت نطاق لطف الله مشعل وویل یاغیانو ددې کار لپاره په کابل کې وسله راټوله کړې وه چې پر هوايی میدان برید وکړي. هغه افراطیان چې نیول شویدي هغوی د ملي امنیت ریاست ته داخبره کړې وه.

XS
SM
MD
LG