د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال عبدالرازق: طالبانو د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ماته خوړلې


جنرال عبدالرازق نن د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان سره نن د نیش ولسوالۍ ته تللی وو.
جنرال عبدالرازق نن د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان سره نن د نیش ولسوالۍ ته تللی وو.

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې د قاطع ماموریت او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په ترځ کې په نېش ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دغه ولسوالۍ د سقوط له خطر څخه ژغورل شوې ده.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايې چې د نېش ولسوالۍ د دریو اونیو جګړو کې سل تنه د دولت وسله وال مخالفین او ۱۸ اتلسافغان نظاميان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په تیرو دریو اونیو کې له ارزګان ولایت سره نږدې د کندهار د نېش ولسوالۍ د سقوط لپاره د دوه موټر بم ځانمرګوبریدونو او د څو پرله پراخه بریدونه وکړل، چې د افغان امنیتي چارواکو پر وینا د افغان ځواکونو د کلک مقاومت چې د نړیوالو ځواکونو هوایي ملاتړ هم ورسره وو، وسله وال مخالفان د ولسوالۍ په نیولو کې پاتې راغلل.

امنیتي مقامات وايې چې اوس دغه ولسوالۍ د سقوط له خطر څخه ژغورل شوې او لرې پرتې سیمي يې هم ل وسله والو مخالفانو تصفیه شوي دي.

د نیش ولسوالۍ د کندهار له مرکز څخه ۱۸۰ کیلو متره لری د ارزګان ولایت په ګاونډ کې پرته ولسوالۍ ده.

نن د دغې ولسوالۍ مرکز ته په جنوبي ولایتونو کې د افغان پوځ او پوليسو قومندانانو د یوه سفر په ترځ کې له ځايي خلکو سره په لیدنه کې هغوی وهڅول چې د جګړو له امله له دغې ولسوالۍ څخه کډه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو تنه ستنې کړي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې د نېش ولسوالۍ د نیولو لپاره وسله والو د ارزګان هلمند او د کندهار له بیلا بیلو برخو څخه سل ګونه جنګیالي راټول کړي وو او یوه لویه حمله یې په ولسوالۍ وکړه، خو افغان ځواکونو يې مخه ونیوله.

جنرال عبدالرازقوویل " د نېش ولسوالۍ پر مرکز باندې دښمن د برید لپاره له ارزګان هلمند او د کندهار له نورو برخو خپل سل ګونه جنګیالي را ټول کړي وو، دوه موټر بم ځانمرګي بریدونه يې هم وکړل خو ولسوالۍ يې ونه نیولی شوه د دښمن سل جنګیالي چي د بیلا بیلو هیوادونو اتباع هم په کې وو، ووژل شول او ۱۳۹ نور يې ټپیان دي زموږ ۱۸ تنه عسکر شهیدان شوي او ۴۰ تنه نور مو زخمیان دي له دې ولسوالۍ څخه وسله وال ټول وتلي خو د میزانې او شاه ولي کوټ غورک او خاکریز ولسوالیو په ځینو برخو کې شپني عملیات مو لادوام لري".

د ۲۰۵ اتل قول اوردو قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو په کندهار ، ارزګان او زابل کې لوی بریدونه وکړه خو هیڅ ولسوالۍ يې ونه نیولی شوه.

تورنجنرال داود شاه وفادار وویل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د جنوب په بیلا بیلو برخو کې اوس هم په پوځي عملیاتو بوخت دي.

تورنجنرال وفادار " دښمن غوښتل چې په هر ډول چې کیږي شپږ یا اوه ولایتونه ونيسي پدې کې له دوی سره د ګاونډیو هیوادونو د تروریستانو مرسته هم وه او غوښتل يې چې د افغانستان جغرافیه پر دوو برخو وویشي، خو زموږ د قواوو په مټ دې هدف ته ونه رسیدل نېش کې هم دښمن ته مو هم د توپچي، هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترځ کې لویه ماته ور کړه".

د نیش ولسوالۍ د بازار دکانداران وايې چې د نظامي عملیاتو پرمهال مالي تاوانونه ور اوښتي او حکومت يې باید تاوان ور کړي.

دغه راز د نېش ولسوالۍ څخه سل ګونه کورنۍ هم کډوالي شوي چې چاروکي وايې خپلو سیمو ته د بیرته ستنیدو لپاره امکانات ورته برابروي.

وسله والو طالبانو د نېش ولسوالۍ د جګړې د تلفاتو په اړه کومه تبصره نده کړې خو تیره اونۍ يې رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې تائید کړه چې له دې ولسوالۍ څخه يې خپل جنګیالي پر شاه کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG