د لاس رسي وړ اتصالات

یوه میاشت کې د کندهار ۱۵۰۰ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي


د کندهار د انارو د سودا ګرو لویه تکیه لاهم د پاکستان پر مارکیټ ده
د کندهار د انارو د سودا ګرو لویه تکیه لاهم د پاکستان پر مارکیټ ده

په کندهار کې کروندګر او سودګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات خورا زیات وو. د مني لمړنۍ میاشت د انارو د حاصل ټولولو تر ټولو مهم وخت بلل کیږي.

د سودا ګرۍ خونو مسولین وايي چې سږکال د کندهار د انارو حاصل ۴۳ فیصده زیات شوی دی. په کندهار کې ارغنداب او ارغستان د انارو لوی لوی باغونه لري.

چارواکي وايي له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې، چې په کندهار کې د انارو ټولول پيل شوي، له کندهار څخه ۱۵۰۰ ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي.

د کندهار د سودا ګرۍ خونو ریس نصرالله زهیر وايي ۵۱۵ ټنه انار هند ته او ۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان ته صادر شوي. پاکستان ته د ځمکې له لارې او هند د هوا له لارې انار انتقالیږي.

د کندهار د انارو د سودا ګرو لویه تکیه لاهم د پاکستان پر مارکیټ ده چي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې وخت ناوخت پرې منفي اغیز لري.

د ارغنداب ولسوالۍ څو باغ لرونکو امریکا غږ اشنا ته وويل چي د مناسب مارکیټ د نشتوالي له کبله يې د انارو بیه سږکال ټيټه وه. د کندهار په مارکیټ کې د یوه کیلو انارو بیه ۱۰۰ افغانۍ ده.

یو کروندګر وویل "زموږ انار یوازې پاکستان ته ځي هلته چي په کومه بیه خرڅېږي موږ ته ګټه نه کوي موږ بهترین انار په کمه بیه خرڅوو، سږکال انارو نه مرض کړی او نه هم باران خراب کړي، ښه او ډېر انار شوي دي. حکومت باید موږ ته فابریکې جوړي کړي او یا دې د د دوبۍ د مارکیټونو په څېر له نړیوال مارکیتونو سره قرارداد وکړي."

د انارو د ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالی، نورو نړیوالو مارکیټونو ته د انارو نه رسېدل او د انارو د پروسس لپاره د کافي برېښنا نشتوالی او کموالی هغه ستونزي دي چې د انارو سوداګر ترې شکایت کوي.

سږکال په پاکستان کي د افغانستان د زراعتي محصولاتو بیه هم ټيټه ښودل شوې او د خټکیو او انګورو د حاصلاتو پر وخت د پاکستان له لوري د چمن او سپین بولدک د لارې بندولو افغان سوداګرو ته مالي زیان واړوه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG