د کندهار د زندان نه د ٥ سوو بندیانو د تښتیدو په وخت د غفلت کولو په سر ددی زندان مسول نیول شویدی . په تیښته کی بریالی شوی کسان زیاتره طالب یاغیان دی.
افغان مامورین وایی چی دوی د کندهار د زندان نه د یو تونل د لاری تښتیدلو ۴٨٨ بندیانو د جملی نه ٧١ بیرته رانیولي دي.
د افغانستان د حکومت مامورینو د نوم د نه خپرولو په شرط ویلي دي چې د کندهار د زندان مسول او ځینی نور مامورین په وظیفې کې د غفلت په تور نیول شویدي.
د دوی د نیول کیدو په باب نور تفصیلات نه دی ورکړل شوي.
ددې اوونی په سر کی د افغانستان د عدلیی وزیر حبیب الله غالب ویلی وو چی د زندان نه د قیدیانو په تښته کی حتما د داخلی کسانو لاس دی.
خو هغه دا هم ویلی چی افغان او نړیوالو قواو باید د دی دسیسی مخه نیولی وای.
طالبانو ویلي دي چې دا کار د دوی منصوبه وه او پنځه میاشتې یې پرې کار کاوه او اخر یې خپل کسان د زندانه ویستل.